په کابل ښار کې له هټۍوالو او پېرودونکیو نیولې، د لاسي توکیو تر پلورونکیو، ډوډۍ پخوونکیو او د ښاري موټرو چلوونکیو پورې ټول کابل ښاریان په ښار کې د زړو پیسو له ډېرېدو شکایت کوي او ځینې وخت یې د پېرودونکیو او هټۍ والو یا هم د موټرچلوونکیو او سپرلیو ترمنځ د شخړې رامنځته کېدو لامل بولي.
دوی وايي، د زړو پیسو په ډېرېدو سره په ښار کې د خپلو ورځنیو راکړو ورکړو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
د کابل ښار په پښتونستان واټ کې د خوراکي توکیو پلورونکی قیس وايي، زړې پیسې زیاتې شوي او د راکړې ورکړې پر مهال یې له پېرودونکیو سره د ستونزو لامل شوې، نه یې خلک ترې اخلي او نه هم بانک.
په همدې حال کې د لاسي توکیو پلورونکی رامین هم د زړو پیسو له ډېرېدو سر ټکوي او وايي، دوی یې له پېرودونکیو اخلي، خو هغوی یې نه ترې اخلي. د نوموړي په وینا، اړ کېږي چې د زړې پیسې په ښار کې د چوک سر ته یوسي او په نیمه بیه یې پر نویو هغو بدلې کړي.
کابل ښاریان له دولت، په ځانګړې توګه له افغانستان بانک نه غواړي چې د هېواد له بازارونو نه زړې پیسې راټولې کړي.
خو د افغانستان بانک مسوولان له خلکو غواړي چې زړې پیسې د دغه بانک څانګو او خصوصي بانکونو ته یوسي او په نویو هغو یې بدلې کړي.
مرکزي بانک په هېواد کې د زړو بانکنوټونو پېر او پلور ناقانونه بولي
د افغانستان بانک: نامناسب بانکنوټه به تر ۲۰ ورځو چليږي
ولسي جرګه: افغانستان بانک په مشخصو شرکتونو ډالر پلوري
د افغانستان بانک رییس: د اسعارو د بیو تثبیتول د دې بانک دنده نهده
د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور وايي، هېوادوال کولای شي چې زاړه بانکنوټونه، په ځانګړې توګه لسګونان، شلګونان، پنځوسیان او سلګونان دولت ته د برېښنا د بل تحویولو، مالیاتو او نورو راکړو ورکړو پرمهال بانکونو ته ورکړي.
د افغانستان بانک مسوولان له هېوادوالو غواړي چې زړې پیسې په ښار کې له صرافانو سره د څو افغانیو په تفاوت په نویو پیسو بدلولو پر ځای، بانکونو ته لاړ شي او هلته یې سر پر سر په نویو بانکنوټونو بدلې کړي.
د افغانستان بانک تر دې وړاندې په هېواد کې د زړو پیسو په نه چلېدو سره ویلي وو چې زاړه او نوي بانکنوټونه یو ډول ارزښت لري او په بازار کې په تفاوت سره پېر او پلور د قانون خلاف عمل دی.