د روزګان په دوو ولسوالیو کې ټاکنې نه‌کېږي

د روزګان ولایت د دوو ولسوالیو «شهید حساس او خاص روزګان» اوسېدونکي وايي، که څه هم دوی غواړي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي، خو د ټاکنو ولایتي دفتر ورته اجازه نه‌ ورکوي.

د دوی په وینا، د نوم‌لیکنې پرمهال د ټاکنو کمېسیون هېڅ کارکوونکی یادو ولسوالیو ته نه وو ورغلي او همدا لامل دی چې پر پېژندپاڼو یې سټېکرونه لګولي نه‌دي.

د «شهید حساس او خاص روزګان» اوسېدونکي خیرمحمد او محمدګل وايي، د ټاکنو ملي پروسه کې ګډون یې حق دی او د طالبانو په ګډون ټول لوري باید په ټاکنو کې د ګډون له‌پاره اسانتیاوې برابرې کړي.

دوی زیاتوي، په یادو ولسوالیو کې د امنیت ټینګښت او خلکو ته د رایې ورکولو اسانتیا برابرول د حکومت مسوولیت دی او تر هغې به د خپل حق غوښتلو له‌پاره مبارزه وکړي چې په ټاکنو کې د ګډون حق ورکړل شوی نه‌ وي.

خو په روزګان کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر مسوول نجیب‌الله حقپرست که څه هم په ټاکنو کې د یادو ولسوالیو اوسېدونکیو ګډون د هغوی حق بولي، خو وايي، ټاکنو کې د ګډون له‌پاره هېچا نوم‌لیکنه کړې نه‌ده.

د نوموړي په وینا، د روزګان په پنځو ولسوالیو؛ لکه: چنارتو، ګیزاب، چوره، ده‌راود او مرکز ترینکوټ کې په ټاکنو کې د ګډون له‌پاره خلکو نوم‌لیکنه کړې چې ټاکنې هم په‌کې کېږي، خو په شهید حساس او خاص روزګان ولسوالیو کې ټاکنې نه‌کېږي.

روزګان ولایت په ولسي جرګې کې ۳ استازي لري چې دوه یې نارینه او یوه هم ښځینه ده.

اوس‌مهال په یاد ولایت کې ټول‌ټال ۲۵ کسانو ځانونه  نوماند کړي چې ۱۶ یې نارینه او پاتې ۹ یې ښځینه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام