له کله نه چې د سولې شورا پخوانی رییس صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزارت د وزیر په توګه غوره شوی دی، د ځای ناستي په اړه يې بېلابېلې څرګندونې کېږي.
ځينې راپورونه وايي، چې ارګ ته د سولې شورا د مشر د ټاکلو له پاره یو لړ لیک سپارل شوی دی، خو د سولې عالي شورا منشي امین الدین مظفري وايي چې دوی د لړلیک په اړه معلومات نه لري.
د سولې عالي شورا منشي په دې اړه، چې د سولې شورا مشر به څوک وټاکل شي وويل؛ ولسمشر د قانون په رڼا کې د دې شورا مشر ټاکلی شي، خو په خبره يې تر اوسه يې څرک نه لګېږي او د مشر ټاکل د ولسمشر او اجرايوي رییس په جوړجاړي پورې تړلې ده.
د سلواغې پر ۲۱مه د ملګرو ملتونو پر طالبانو د بندیز کمېټې په خپل راپور کې دا هم ويلي و، چې طالبان د خپلې جګړې له لارې پرېمان پیسې په لاس راوړي، ځکه خو سولې ته زړه نه ښه کوي.
په دې راپور کې ويل شوي چې طالبان د سولې له پاره زړه نه ښه کوي، نو ولې د سولې په شورا دومره لګښت کېږي؟
د سولې شورا منشي وايي چې که څه هم د ملګرو ملتونو د راپور له مخې طالبان په سړي تښتونه کې لاس لري، خو په منځ کې يې داسې کسان هم شته چې د سولې له پاره زړه ښه کوي ځکه خو باید د سولې شورا هڅې توقف نه شي.
مظفري وړاندې وویل چې د سولې پخوانی مشر په بهرنیو چارو وزارت کې بوخت دی او پر ځای به يي بل کس وټاکل شي.
د سولې شورا غړی اسماعیل قاسم یار هم ارګ ته د کوم لړلیک له سپارلو نا خبري ښيي او وايي چې دا به وخت روښانه کړي چې د صلاح الدین رباني پر ځای څوک ټاکل کېږي.
په ورته وخت کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې ښايي سید احمد ګیلاني، سید حامد ګیلاني او یا هم انوارالحق احدي د صلاح الدین رباني پرځای وټاکل شي، خو تر اوسه کومې رسمي سرچینه دا راپورونه نه دي تایید کړي.
د سولې شورا د برهان الدین رباني په مشرۍ رامنځ ته شوه، چې د هغه له وژل کېدو وروسته يې مسوولیت د هغه زوی صلاح الدین رباني ته وسپارل شو.