«د دې ضمانت نه منو چې افغانستان به د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي»

د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا غونډې ته وویل، د تروریستانو په ځاله د افغانستان نه بدلېدو په تړاو د طالبانو ضمانت، د هېوادوالو او نړۍوالې ټولنې لپاره د منلو نه‌دی.

د اجرایوي رییس په وینا، د عبدالعلي مزاري د ترور نمانځ‌غونډې په مراسمو د هاوان مرمۍ توغولو پېښه افغانستان کې د تروریستانو د حضور ښکارندويي کوي.

ښاغلی عبدالله وايي، افغانستان کې د نړۍوالو ځواکونو د حضور موخه تروریزم سره مبارزه ده او د تروریستانو ځالې په توګه د افغانستان نه بدلېدو په تړاو  د طالبانو ضمانت ورکولو تګلاره سمه نه‌ده.

اجرایوي رییس زیاتوي، طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال هم امریکا ته د القاعده شبکې پخواني مشر اسامه‌بن لادن نظارت په تړاو ډاډ ورکړی‌و.

د ښاغلي عبدالله په وینا، که‌چېرې افغانستان کې جګړه نه‌وي او نړۍوال ترهګر حضور ونه‌لري؛ هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا نه پیدا کېږي.

اجرایوي رییس قطر کې د امریکا او طالب‌استازیو ترمنځ د پنځم تړاو خبرو په اړه ـ چې اوس هم د دواړو لورو ترمنځ روانې دي ـ وايي، دغو خبرو کې د نه وضاحت په دلیل د هېوادونو ترمنځ اندېښنې زیاتې شوې‌دي.

ورته مطالب:

طالبان؛ افغانستان به د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي

خلیلزاد: د قطر درې ورځنۍ غونډه ګټوره وه

د سولې په خبرو کې ابهام او له ترهګرو سره د پاکستان اړیکې باید روښانه شي

اجرایوي رییس همداراز زیاتوي، که د بین‌الافغاني مذاکراتو زمینه برابره شي؛ ټولې سیاسي ډلې مسوولیت لري چې له جمهوري اسلامي نظام څخه دفاع وکړي.

ښاغلی عبدالله په ټینګار سره وايي چې د افغانستان جمهوري اسلامي دولت د خلکو لاسته‌راوړنه ده او باید دفاع یې وشي.

دا په‌داسې حال کې ده چې هاخوا قطر کې د امریکا او طالب‌استازیو ترمنځ پنځم پړاو خبرې څوارلسمې ورځې ته غځېدلي او تراوسه د دغو خبرو جزییات نه‌دي خپاره شوي.

خو طالبانو ته نږدې سرچینې ادعا کوي چې دې پړاو خبرو کې د هوکړو اساسي اصولو په اړه تفاهم شوی او یوازې د جزییاتو په اړه یې بحث روان دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام