د دارويي بوټو د ورکېدلو خبرداری؛ له بې‌مسلکه راټولولو یې ځان وساتئ!

دارویي بوټي په افغانستان کې د ځېنو بوټو رېښې دي چې تر ډېره خپل سره شنه کېږي. دغه دارویي بوټي خوږوله، ینجه، یارلنګ، سپینه زېره او نور دي.

خو په ډېرو ولایتونو کې دغه دارویي بوټي تل خلک بې خرته او په غیرمسلکي بڼه راوباسي او په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې په خورا ټیټه بیه پلورل کېږي.

د احصایې او معلوماتو مرکزي ادارې د شمېرې له‌مخې، یوازې د سږني لمریز کال په لومړیو درېیوو میاشتو کې د ۶.۴۹ میلیونو ډالرو په ارزښت دارویي بوټي له هېواده صادر شوي چې د هېواد صادرات شاوخوا ۲۹ ٪ جوړوي.

احصایې او معلوماتو مرکزي ادارې مرستیال حسیب‌الله موحد سلام وطندار ته وویل، که په کوردننه د دارویي بوټو پر تولید او پروسېس پانګونه وشي؛ د سوداګرۍ  بېلانس کسر به ډېر ژر راټیټ او د کورنیو اړتیاوو پوره کولو سربېره به افغانستان دارو درمل صادر هم کړي:

له بله پلوه د احصایې او معلوماتو مرکزي ادارې مرستیال د ځایي خلکو په لاس په بې‌خرته او غیرفني بڼه د دارویي بوټو راټولولو په اړه اندېښنه ښیي او وایي، که د دغه کار مخه ونه نیول شي؛ د دارویي بوټو نسل به ورک شي.

خو د کرنې وزارت چارواکي وایي، هغه سیمې به قرنطین شي چې خلک پر خپل سر دارویي بوټي ترې را وباسي او په‌دې اړه به خلکو ته پوهاوی ورکړل شي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر روستمي وایي، د دارویي بوټو د پیاوړتیا له‌پاره په غیرفني بڼه د دغو بوټو راټولولو مخنیوي په موخه د خلکو یو موټی کول او ټولنو جوړول د وزارت سږني او راتلونکي کال له پروګرامونو دي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صنایعو پراختیا لوی مدیر میرزمان پوپل وایي، دا مهال د کابل صنعتي پارکونو کې د دارویي بوټو پاکونې پروسېس او سورت کارخونې فعالیت لري.

ده په وینا، ټاکل شوې په‌دې برخه کې د باریک‌اب صنعتي پارکونو کې لازیاته پانګونه وشي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صنایعو پراختیا لوی مدیر وایي چې هر کال د ۱۵۰میلیونو ډالرو په ارزښت دارویي بوټي له پروسېس او سورت وروسته بهر ته صادرېږي.

د کرنې وزارت ویاند وایي چې تېر کال د تازه او وچې میوې ترڅنګ له ۱۸۷ زره متر مکعب ټنه زیات دارویي بوټي لکه خوږه وله، ینجه، یارلنګ، سپینه زیره، زعفران او نور بوټي صادر شوي.

د دغه وزارت د مسوولانو په وینا، د دې ترڅنګ چې د هېواد ټولو صادراتو ۹۰٪  کرنیز پیداوار جوړوي؛ زیاته برخه یې داروي بوټي رانغاړي.

دارویي بوټي تر ډېره اسیایي، اروپایي، عربي هېوادو او دغه راز، برازیل ته صادرېږي.

بامیان، داکندي، بغلان، کندوز، هرات، تخار، بدخشان او سمنګان هغه ولایتونه دي چې ډېر دارویي بوټي په‌کې راشنه کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام