د حکومت له لوري اړمنو کورنیو ته د وچې ډوډۍ وېش سره سم پر دغه بهیر د خلکو نیوکې او اعتراضونه پیل شول.
همدا نن سهار د بلخ اوسېدونکیو په دغه ولایت کې د ډوډۍ پر ناعادلانه وېش لاریون کړی او د دغه ولایت چارواکي یې نامستحقو کسانو ته د کارتونو په ورکړې تورن کړي دي.
د اعتراض کوونکيو په خبره، د ډوډۍ کارتونه يې د ګذر وکیلانو له لوري پلورل شوي دي.
خو د بلخ ښاروال عبدالحق خرمي وايي، هېڅوک د ډوډۍ کارتونو د پلور حق نه لري او دا کارتونه اړمنو کورنیو ته ورکړل شوي.
نوموړی وايي، که هر څوک دا کارتونه وپلوري، عدلي او قضايي ارګانونو ته به یې وروپېژني.
د هېواد له نورو ښارونو هم د اړمنو پر ځای نامستحقو کسانو ته د حکومتي وچې ډوډۍ د وېش بهیر په اړه د غبرګونونو او اعتراضونو را راپورونه را رسېدلي دي.
د کندوز ولایت اوسېدونکي سره له دې چې په دې بهیر نیوکې کوي خو له حکومته غواړي چې دغه بهیر لپاره داسې کسان وګماري چې ډوډۍ اړمنو ته ورسېږي.
د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، کندوز کې نږدې ۱۲۰زره ډوډۍ وېشل کېږي او مني چې دې برخه کې به ستونزې وي؛ خو ولایتي اداره هڅه کوي، دا ستونزې هوارې او ډوډۍ اړمنو کورنیو ته ورسوي.
پلازمېنې کابل کې هم د حکومت له لوري د وچې ډوډۍ د وېش پر بهیر نیوکې ډېرې دي. خلک وايي، د ګذر وکیلانو کارتونه د اړمنو پر ځای بډایه او واسطه لرونکیو کسانو ته وېشلي دي.
د دې تر څنګ کابل ښاریان د نانوایانو له ناسمې رویې او درغلۍ هم شکایت کوي او وايي، کارت کې لیکل شوې ډوډۍ پوره نه ورکول کېږي.
د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مومند هم د ډوډۍ د وېش بهیر کې ستونزې مني او وايي، د کابل په شپږ میلیونه نفوسو کې د رښتينو اړمنو کسانو پیداکول ستونزمن کار دی.
نرګس مومند وايي، د ګذر وکیلانو تر څنګ دوی پر نانوايي یوه درې کسیزه شورا جوړه کړې چې د نوملړو او نانوایانو څارنه کوي.
د ننګرهار په نهو ناحیو کې هم ۱۳۸ زرو کسانو ته د وچې ډوډۍ د اخيستلو کارتونه وېشل شوي دي؛ خو دلته هم پر دغه بهیر نیوکې ډېرې دي.
د دې ولایت اوسېدونکي وايي، د ګذر وکیلانو د اړمنو پر ځای خپلو، خپلوانو او بډایه خلکو ته کارتونه وېشلي دي.
بل لور ته یو شمېر نابینایانو هم نن په ننګرهار کې د لاریون په ترڅ کې د حکومت له لوري د ډوډۍ په ناعادلانه ویش نیوکه وکړه. لاریونوالو وویل چې د دې بهیر پرمخ وړونکيو خپلو خپلوانو او نامستحقو کسانو ته د ډوډۍ اخیستو کارتونه ورکړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د جلال اباد په دوو ناحیو کې د ډوډۍ د وېش بهیر په ازمایښتي توګه پیل شوی او ژر به نورو ناحیو کې هم پیل شي. خوږیاڼی زیاتوي چې ولایتي اداره هڅه کوي څو په دې بهیر کې شته ستونزې هوارې او ډوډۍ اړمنو کسانو ته ووېشل شي.
هاخوا له جنوب لوېديځ هرات ولایته هم د وچې ډوډۍ پر ناعادلانه وېش او دې پروسه کې د واسطه بازۍ او خپلوۍ پاللو راپورونه را رسېدلي دي.
له نیوکو او شکایتونو سره سره، ډېری ولایتونو کې خلک له دې بهیره خوښ دي او د کورونا ناروغۍ تر ختمېدو د دې بهیر د غځولو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت اړمنو کورنیو ته د وچې ډوډۍ د وېش پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې هېواد کې د کورونا ناروغۍ په خپرېدو سره ښارونه او کاروبارونه بند او خلک د لوږې له ګواښ سره مخ شول.