د حکومت او طالبانو منځګړتوب ته د سیاسي ګوندونو د اېتلاف چمتووالی

د افغانستان ژغورنې لپاره د سیاسي ګوندونو اېتلاف چې له ۱۷ سیاسي ګوندونو جوړ شوی، د لنډمهالي حکومت جوړېدو د مخالفت ترڅنګ، خو په هېواد کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو اترو ټینګار کوي.

د دغه اېتلاف ویاند محمدیوسف امین ځاځي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د مسکو غونډې په څېر له هېواده بهر د سولې خبرې مثبتې پایلې نه‌لري او باید دا لړۍ په هیواد کې وغځول شي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان ژغورنې لپاره د سیاسي ګوندونو اېتلاف چمتو دی چې د سولې خبرو اترو په تړاو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب وکړي.

په همدې حال کې د یاد اېتلاف رییس شاه‌محمود پوپل وايي، که څه هم د سولې خبرو اترو پروسه په چټکۍ روانه ده، خو د سیاسي ګوندونو یا سیاستوالو په نوم هېڅوک نه‌شي کولای چې له هېواده بهر د افغانانو استازولي وکړي.

د مسکو غونډه؛ ټول بهرني ځواکونه دې ووځي

په ځېنو ولایتونو کې مسکو غونډې په غبرګون لاریونونه

د مسکو په غونډه کې څه تېر شول؟

د نوموړي په وینا، که څه هم د مسکو د غونډې یو شمېر ګډونوال په افغانستان کې پر فساد او د ملي شتمنیو په لوټلو تورن دي، خو هلته یې د افغانانو په استازولۍ خبرې کولې او همدا لامل دی چې موږ یې مخالفت کوو.

د افغانستان ژغورنې لپاره د سیاسي ګوندونو اېتلاف داسې مهال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د منځګړتوب وړاندیز کوي چې د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د طالبانو استازي راتلونکې اوونۍ لومړی د امریکا له استازیو او بیا د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په اسلام‌اباد کې وګوري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام