د حضوري درسونو پيل؛ د غور ولايت پوهنتون ۲۳ زده‌کوونکي پر کورونا ويروس اخته شوي

د غور ولايت د عامې روغتيا رييس جمعه‌گل یعقوبي وايي، د زده‌کوونکيو  د کورونا ويروس له ۶۳ شکمنو پېښو ازمويلو وروسته ۲۳ يې مثبتې تشخيص شوې دي.

د يادو زده‌کوونکيو عمرونه ۱۸ نه تر ۲۵ کلونو پورې ښودل شوي چې اوس مهال قرنطين دي.

یعقوبي وايي، پوهنتون کې د حضوري درسونو له پيله يې څو ځلې نظارت کړی او زده‌کوونکيو سره يې روغتيايي سپارښتنې شريکې کړې دي.

د غور پوهنتون سرپرست رييس سیدشېراغا هاشمي وايي،سره له دې زده‌کوونکيو روغتيايي سپارښتنې مراعتوي؛ خو بيا هم پر کورونا ويروس اخته شوي دي.

 د ياد ولايت د روغتيا برخې مسوولان يو ځل بيا د غور ولايت له اوسېدونکيو غواړي چې روغتيايي سپارښتنې رعايت کړي، ترڅو پر کورونا ويروس اخته نه‌شي.

د دوی په وينا، د کورونا ويروس له خپرېدو تر اوسه پورې په دې ولايت کې ۵۲۸ کسان پر کورونا اخته شوي چې له دې ډلې ۱۱ يې مړه شوي دي.

د يادولو ده چې په هېواد کې د کورونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۸۶۴۱ ته رسېدلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام