
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو لهمخې اوسمهال په ټول افغانستان کې ۶ میلیونه ماشومان زیانمن دي.
د یاد وزارت چارواکو، د بېسرپرسته، یتمو او بېوزلو ماشومانو د ملاتړ د ملي ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د یتمو او بېوزله ماشومانو د وضیعت په اړه د انديښنې د څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه، چې دوی د یتیمو، بېوزلواو کارګرو ماشومانو لهپاره ګټور پروګرامونه لري.
دوی دغه ورځ د لومړي ځل لهپاره په کابل کې ونمانځله.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تنطیم او تامیناتو رییس عبدالرازق سالار خواشیني څرګنده کړه او و يې ويل، چې د دوی پروګرامونه د ماشومانو په ژوند کې مثبت بدلون نهشي راوستلای.
دی وايي، که څه هم د ماشومانو د ژوند ښه کېدا په موخه دوی لازم پروګرامونه په پام کې لري، خو د بودجې نشتوالی يې پر مخ لوی خنډ دی.
«هغه ماشومان چې له ګواښ او خطر لاندې دي، شمیر یې تقریباً ۶،۵ میلیونو ته رسیږي، ددغو ۶ میلیونه ماشومانو لهپاره په خواشینۍ سره موږ د دولت په بودجه کې یوه افغانۍ هم نه لرو.»
په همدې حال کې یو تن کارګر ماشوم شاهد الله، وایي، دوی د اقتصادي ستونزو له امله نهشي کولای ښوونځي ته لاړ شي او له حکومته غواړي چې دوی ته هم د زدهکړو زمینه برابره کړي.

ناامني بېوزلي او بې کاري ددې لامل شوي، چې په افغانستان کې زیاتره ماشومان په ډیرو کمو پیسو، د ورځې تر ناوخته پورې په درنو کارونو مصروف شي، چې په دې توګه له ښوونې او روزنې بېبرخې دي.
ان ځينې وخت له ماشومانو په تروریستو بریدونو او نورو ناوړو کړنو کې هم کار اخیستل کيږي.





