د حزب اسلامي قوماندان میرویس جهادیار د بغلان له کانونو باج اخلي

د بغلان ولایت یوشمېر مدني فعالان وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي اړوند یو قوماندان میرویس جهادیار د دې ولایت له کانونو د میاشتې سلګونه زره افغانۍ باج اخلي او مقابل کې یې په کرکر او دودکش ډبرو سکرو کان کې د کار اجازه ورکوي.

مدني فعال شیر محمد مرادي سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، د حزب اسلامي دغه وسله‌وال قوماندان د کرکر د ډبرو سکرو کان د امنیت ټینګښت په پلمه د میاشتې ۵۰۰ زره افغاني باج اخلي.

شیر محمد مرادي وايي، د افغان کول شرکت مسوولانو د دې کان ساتونکي له دندو ګوښه کړي او معاشونه یې دغه قوماندان ته ورکوي.

د بغلان ولایت د مدني بنسټونو مجتمع غړی عبدالفتاح عطايي هم وايي، د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي له یوځای کېدو مخکې میرویس جهادیار د سکرو ډبرو کان ټول قیمتي وسایل ولوټل.

دغه مدني فعالان وايي، دوی په دې اړه له والي سره هم خبرې کړي دي، خو تراوسه هېڅ اقدام نه دی شوی.

دغه راز ولایتي شورا هم دغه موضوع تاییدوي خو وايي، دوی د کان به چارو کې مداخله نه لري.

د بغلان ولایتي شورا رییس صفدر محسني وویل، د کرکر ډبرو سکرو کان زیاتره مهم وسایل د حزب اسلامي دغه وسله‌وال قوماندان له‌خوا لوټل شوي دي.

د افغان کول شرکت مسوولان او غه راز د کان کاریګر نه غواړي په دې اړه نظر ورکړي.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي وايي تراوسه د حزب اسلامي له دغه قوماندانه دوی ته کوم شکایت وروړل شوی نه دی.

د حزب اسلامي قوماندان میرویس جهادیار پرې لګول شوي ټول تورونه رد کړل او ویې ویل، د دې کان ټول وسایل د افغان کول شرکت مسوولانو له‌خوا وړل شوي دي.

د ریپوټونو له‌مخې د کرکر او دودکش ډبرو سکرو کان چارې شاوخوا یو کال مخکې په ټپه درېدلې وې؛ خو اوس بیا یې چارې پیل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام