د جګړو یو لامل د حکومتي مشرانو خپلمنځي اختلافات دي

ځینې مدني بنسټونه وايي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله خپلمنځي اختلافات د دې لامل شوي، چې په ۱۸ ولایتونو کې جګړې زور واخلي.

د دې مدني بنسټونو استازي وړاندیز کوي، چې باید مصلحت ته پام شته ناندریو ته د پای ټکی کېږدي.

په دې وروستیو کې د ملي یووالي حکومت دوه کلنې خپلمنځي لانجې رسنیو ته په ډاګه شوې، چې د مدني فعالانو پر وینا دا به د ننګونو لمن نوره هم پراخه کړي.

د فوکس څېړنیز او مدني بنسټ رییس نجیب الله ازاد سلام وطندار ته وویل، د ملي یووالي حکومت د مشرانو خپلمنځي اختلافاتو له امله کمزوي وسله وال پياوړي شوي او ولایتونه یې له سقوط سره مخ کړي دي.

د ازاد پروینا که دغه غبرګونونه دوام وکړي، پایله یې ګواښونکې او د پخوانیو ګوندي جګړو په څېر وي.

نوموړی وړاندیز کوي، چې دا حکومت د ملي یووالي تر نامه لاندې د سیاسي هوکړې پر بنسټ رامنځته شوی، نو د ناندریو د پای ته رسېدو یوازینۍ لار مصلحت په نظر کې نیول او په همغږۍ سره د چارو مخته وړل دي.

بل خوا د افغانستان د مدني ټولنې فدریش بیا خبرداری ورکوي، که د ملي یووالي حکومت مشران دغه لانجې حل نه کړي؛ ولس به یې پروړاندې ملي پاڅون وکړي.

د دغه مدني بنسټ غړی یوسف امین ځاځي سلام وطندارته وویل، حکومتي مشرانو د کار له لومړیو د خلکو رایوته درناوی ونه کړ، ګډ حکومت یې رامنځته او لا هم د واکونو پر سر لانجې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنجې شنبې په ورځ اجرایوي رییس په ولسمشر محمد اشرف غني توندې نیوکې وکړې، چې په غبرګون یې ارګ د خبرپاڼې په خپرولو سره د عبدالله څرګندونې د دولتدارۍ له اصولو سره په ټکر کې وبللې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام