د «جي+ ۷ ډلې» غړیو هېوادونو څلورمه غونډه په کابل کې جوړه شوه

په کابل کې نن ورځ (چهارشنبې) کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د «جي+ ۷» ډلې غړیو هېوادونو کوربه و.

کابل به دوه ورځې د دې غونډې کوربه وي.

په دې غونډه کې د کانګو، لیبریا، سویلي سوډان، سیریالیون، ختیځ تیمور هېوادونو وزیران او ځانګړو استازو ګډون کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانې د «جي+ ۷» هېوادونو په پرانېست غونډې کې وویل، دغه هېوادونه له سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړخونو له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له همدې امله په دې حوزه کې د یو بل همکاریو ته اړتیا شته.

ربانې د دغو هېوادونو موخو ته په اشارې سره وویل، چې دغه هېوادونه د جګړې جرړو د ویستلو په لټه کې دي؛ په سیمه او نړۍ کې اقتصادي وده د ټیکاو او امنیت سبب کېږي.

ولسمشر غني دې ناستې ته د وینا پر مهال پراخ فساد ته په کتو سره وویل، چې د دغو هېوادونو مشران د سمون په لټه کې دي او باید د دې کال له پاره ځانګړی پلان ولري.

غني وویل، باید په دې پلان کې لاندې برخې په پام کې ونیول شي:

  • د هېواد د بودیجې کنټرولول
  •  بېلابېلو برخو د عادي او پراختیايي تخصیص ورکړل شوې بودیجې څار
  • په ټولو ادارو او بنسټونو کې د اساسي قانونه پلي کول
  • په هېواد کې د هېوادوال د منشور تشکیل او عملي کول

د «جي+ ۷» ډلې هېواد د غونډې په پای کې د دې ډلې مشر  او غړي خپلو خبرو کې د ډلې غړیو هېوادونو ستونزو ته په اشارې سره وویل، چې د دې ډلې ملاتړي هېوادونو اونړیوالې ټولنې ته پکار دي، چې په بېلابېلو برخو او په ځانګړي ډول د امنیت ټیکاو او اقتصادي څرخ په دوران کې له دغو هېوادونو سره مرسته وکړي.

د ۷ ډلې غړي هېوادونه ۱۳ ملاتړي او نظارت کوونکي هېوادونه لري او دغه هېوادونه عبارت دي له : بروندي، مرکزي افریقا، چاد، کامرون، ساحل عاج، ګینه، ګینه بیسائو، نوې ګینه، سائوتوم، سلامون جزایر، سومالیا، توکو او یمن هېوادونه.

دغه هغه هېوادونه دي، چې له اقتصادي او امنیتي پلوه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغه هېوادونه هڅه کوي، چې د یو بل په هڅه ځان ودې ته ورسوي او له همدې کبله د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره په اړیکه دي او د دغو هېوادونو له تجربو او مرستو ګټه اخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام