د جنرال عبدالرازق جسد خاورو ته وسپارل شو

د کندهار پخوانی امنیې قومندان جنرال عبدالرازق جسد نن (جمعه) د یاد ولایت خرقې شریفې په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي د جنازې مراسمو ته د سهیلي حوزې په کچه یوشمېر لوړپوړي نظامي او ملکي کسان راغلي وو.

د سرحدونو او قبایلوچارو وزیر ګل‌اغا شېرزي په یادو مراسمو کې وویل، جنرال عبدالرازق د هېواد په کچه یو زړور او هېوادپال جنرال و چې هېڅ افغان به یې خدمتونه هېر نه‌کړي.

په همدې حال کې د کندهار د والي مرستیال حاجي‌اغا لالی دستګیري د جنرال رازق وژل نه هېرېدونکې پېښه یاده کړه او د نوموړي ژوند یې د افغانانو له‌پاره لوی غنیمت وباله.

د جنرال عبدالرازق تابوت د هېواد په ملي بیرغ پېچلی و او په پوره رسمي نظم او شان سره لېږدول کېده.

د کندهار ښار ډېری سړکونه هم د ټرافیکو پرمخ تړلي؛ ملي پولیس، ملي اردو او د ملي امنیت سرتېري د ښار امنیت نیولی دی.

د کندهار ولایتي شورا رییس سیدجان خاکرېزوال جنرال عبدالرازق د هېواد په کچه یو غښتلی او زړور سرتېری وباله او زیاته یې کړه چې تر ډېره به د ده په څېر زړور انسان په کندهار کې پیدا نه‌شي.

بلخوا یوشمېر نورو دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو هم د جنرال عبدالرازق د ژوند بېلابېلو اړخونو په اړه خبرې وکړې او هغه یې د افغانستان یو رښتینی بچی یاد کړ چې په وینا یې د همدې خاورې له‌پاره یې ځان قربان کړ.

د کندهار په ګډون د هېواد ګڼ شمېر اوسېدونکي هم د جنرال رازق وژل کېدو خواشیني کړي او د نوموړي وژل د افغانستان له‌پاره ستره ضایعه بولي.

تېره ورځ تر غرمې وروسته د کندهار ولایت مقام په انګړ کې د ناڅرګندو کسانو له لوري وسله‌واله نښته وشوه چې په پایله کې یې د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق او د یاد ولایت ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسین‌خېل ووژل شول او د کندهار د والي په ګډون یوشمېر نور لوړپوړي چارواکي ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام