د کندوز ولایت پولیسو یو تن نیولی دی، چې غوښتل یې د یو تعویذ لیکوونکي د کورنۍ ټول غړي ووژني.
د کندوز ولایت د پولیسو ویاند سید سرور حسیني سلام وطندار ته وویل، نن سهار یو کس چې غوښتل یې د تعویذ لیکوال د کورنۍ غړی د دې له پاره ووژني، چې ګواکې ښځې یې اخلاقي فساد لور ته بللې، دغه کس د کندوز ښار ۴ حوزې پولیسو له خوا ونیول شو.
د پولیسو د ویاند په خبره، نیول شوی کس دین محمد نومیږي او د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش کلي اوسېدونکی دی.
د حسیني په وینا، دغه سړي ويلي، چې د تعویذ لیکوال یې د کورنۍ غړي اخلاقي فساد لور ته بللي دي.
د ده د معلوماتو له مخې، د اقتاش کلي اوسېدونکی غوښتل يې په زهرو ککړه شوې غوښې په وسیله لومړی د تعویذ لیکوال کورنۍ مسمومه او بیا يې ووژني.
حسیني وايي، چې پولیسو له پېښې مخکې دین محمد او تعویذ لیکوال ټوله کورنۍ نیولې ده او عدلي قضايي ارګانونو ته یې سپارلي دي.
په افغاني ټولنه کې له تعویذ نه ګټنه اخیستل زیات دود لري او ډېره برخه یې ښځې دي، چې د خپلو ستونزو د حل لپاره تعویذ لیکوالو ته ورځي؛ له دې مخکې داسې راپورونه موجود وو، چې تعویذ لیکوالان له ښځو جنسې ګټنه اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښار په شاه دوشمشېره زیارت کې ۲۷ کلنه فرخنده د قهر جنو کسانو له خوا د یو تعویذ لیکوال له لوري د قران کریم د سوځولو په تور لومړی ووژل شوه او بیا یې جسد ته اور واچول شو.
کله چې افغان حکومت په دې اړه پلټنې وکړې څرګنده شوه، چې نوموړې قرانکریم نه وو، سوځولی.
د یادې پېښې د څېړنې لپاره ټاکل شوې ډلې د یاد زیارت له خونو څخه کاندوم او د جنسي تقویت ګولې تر لاسه کړې.
د دغې پېښې وروسته د حج او اوقافو وزارت له لوري پر تعویذ ليکونکو هم بندیز ولګېد.