سرپل کې د ډبرو سکرو کانونه په غیرقانوني ایستل کېږي

د سرپل د ولایتي شورا مرستیال سید اسدالله دانش سلام وطندار ته وویل چې غیرمسوول وسله‌وال د دې ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان په را اېستلو بوخت دي او هره بورۍ يې چې د کابل ۱۰ منه کېږي ۵۰ نه تر ۶۰ افغانۍ  پلوري.

د سرپل د ولایتي شورا د مرستیال په خبره چې په وروستیو کې په یادې ولسوالۍ کې لانجې هم ډېر شوې‌دي.

د بلخاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي هم وایي چې غیر مسوول وسله‌وال او د دې ولسوالۍ یو ځېنې اوسېدونکي ـ چې د زورواکیو ملاتړ ور سره دی ـ په غیرقانوني توګه د ډبرو سکرو کانونه را اوباسي.

د سرپل د بلخاب ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي احمد او علي‌رضا سلام وطندار سره په خبرو کې دا چاره د هېواد ملي اقتصاد ته ستر زیان بولي. دوی د زورواکیو او طالبانو له لوري د کانونو خپل‌سرې کیندنه د اندېښنې وړ بولي.

خو د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني وايي چې تر اوسه یې هیڅ دا سې خبر نه‌دی اورېدلی چې د بلخاب ولسوالۍ د ‌‌ډبرو سکرو کان دې غیرمسوول وسله‌وال استخراج کړي.

دی په ورته وخت کې د کانونو وزات له لوري د کانونو د ژر استخراج د تړونونو د لاسلیک خبره کوي.

بله‌خوا د سرپل د بلخاب ولسوال عبدالله انصاري د غیرمسوول وسله‌والو کسانو له فعالیته اندېښنه څرګندوي او وايي چې دوی تر اوسه د ډبرو سکرو د را اېستنې له‌پاره په‌دې ولسوالۍ کې د یوې قانوني شورا په رامنځته کولو  نه‌دي بریالي شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام