د تابو ماتېدل؛ دوو ډاکټرانو «په بېخي کم لګښت» واده وکړ

اوس‌مهال په افغانستان کې د اکثرو افغانانو له‌پاره واده کول د یوې متناقضې پېښې په شان ګڼل کېږي، په هماغه اندازه چې یو ځوان دې مرحلې ته د رسېدلو له‌پاره خوبونه ویني او له هغه وېره هم لري؛ ځکه د جلۍ کورنۍ چې کوم مصرف د هلک کورنۍ ته ورترغاړې کوي؛ په اسانۍ یې له عهدې نه‌شي وتلی. د مهر په نامه له پیسو رانیولې د سروزرو اخېستل او په ګران‌قیمتو هوټلونو کې واده کول په اقتصادي لحاظ او عامه اصطلاح ملا ماتوونکی کار دی.

خو په‌ دا ډول حالاتو کې یوې ترکمنۍ جوړې دا حد مات کړی. دوی د دې له‌پاره چې په ښه ډول لوړې‌ زده‌کړې وکړای شي؛ د واده مراسم خورا ساده کړي‌وو. خو؛ رښتیا هم دا یوازې د لوړو زده‌کړو له‌پاره دلیل نه‌شو کېدلی.

خاطرې یکتا څو میاشتې مخکې د مهدي پویان په نامه له خپل یو هم‌قومي سره کوژده وکړه او له هنده د واده په پار کابل ته راغلل.

هغوی چې دواړه د هند په یو پوهنتون کې د نړۍوالو اړیکو په برخه کې په دوکتورا بوخت دي؛ پوهېږي چې اوسنۍ نړۍ کې له واقعیتونو، نارامیو او سنتي کړکېچونو سره څنګه چلند وکړي.

خاطره یکتا سلام وطندار ته وايي، د دې تګلارې له غوره کولو یې موخه دا ده چې د یوې الګو په وړاندې کولو سره ډېر ځوانان چې مناسب اقتصادي حالت نه‌لري، په کالونو – کالونو بې‌ودونو پاتې نه شي؛ که څه هم د یو سخت سنتي کار نه تېرېدل چندانې اسانه کار نه‌دی؛ خو پیل یې مهم دی.

د خاطرې او مهدي واده په ټوله کې یو فرهنګي رنګ لرلو او په هغه کې نه یوازې د دواړو خواوو کورنیو ګډون کړی و؛ بلکې شاعران، فرهنګیان او د تیاتر لوبغاړي هم په‌کې وو.

مریم عطايي د خاطرې خور ده. هغه چې له لندنه د خپلې خور واده ته راغلې وايي، د خپل مېړه او اولادونو د سفر لګښت به داسې چا ته ورکړي چې زده‌کړې پرې وکړای شي.

ولسي جرګې څو کاله مخکې په ودونو کې د زیاتو لګښتونو نه د مخنیوي په پار یو قانون تصویب کړ؛ خو په واقعیت کې ډېرې کورنۍ لا هم د دې قانونه ناخبرې دي. خو له بد‌ه‌بخته چې ودونه لا هم په هماغه زاړه رواج روان‌ دي. خو داسې ښکاري، هغه کار خاطرې او مهدي کړی؛ په‌دې معنا دی چې نورو ته وښيي چې ځېنې شیان ښايي موږ ته تر یو وخته پورې ښه ښکار شي او سخته به وي چې له هغه تېر شو او شاته یې پرېږدو؛ خو په رښتیني ډول په ودونو کې ډېر لګښتونه هماغسې ظاهرن د مینې په پار وي؛ خو په واقعیت کې بېخي بې‌ځایه او غیرمناسب لګښت وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام