د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل ځنډېدو لپاره موجه دلیل نشته

د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د سولې بین‌الافغاني خبرواترو د پیل ځنډولو لپاره هېڅ ډول موجه دلیل نشته او باید ژرترژره پیل شي.

نوموړي په یوه ټویټ کې د تېرې ورځې برید ته په اشارې چې د پوهنې وزارت د علمي شورا سرپرست عبدالباقي امین په‌کې ووژل شو لیکلي، دغه برید هغو کسانو کړی چې د سولې پروسې د تخریب په لټه کې دي.

هغه د یاد برید د غندنې ترڅنګ، هغه خواشینوونکی بللی او ټینګار یې کړی چې ټول اړخونه باید تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې خبرې اترې پیل کړي.

په یوه اوونۍ کې دا دویم ځل دی چې خلیلزاد د سولې بین‌الافغاني خبرواترو پر ژر پیلېدو ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت تر اوسه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې یوازې ۸۰ هغه خوشې کړي او دا پروسه د ځینو بهرنیو هېوادونو د غبرګون له کبله چې وګړي یې په افغانستان کې وژل شوي، درېدلې ده.

اسټرالیا او فرانسه هغه دوه هېوادونه دي چې له دولت نه یې د هغو طالب بندیانو د نه خوشې کولو غوښتنه کړې چې د دوی وګړي یې وژلي دي.

حکومت بیا د پاتې طالب بندیانو د نه خوشې کولو یو لامل د دې ډلې له بنده د امنیتي ځواکونو نه خوشې کول یاد کړي دي. د ولسمشر ویاند څو ورځې وړاندې وویل چې طالبانو یوشمېر امنیتي ځواکونو چې ورسره دي، نه دي خوشې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام