د بلوڅو قومي مشران: زموږ په ژبه زده‌کړې په نشت حساب دي

د بلوڅو یو شمېر قومي مشران وايي، چې په بلوڅي ژبه زده‌کړې یا بیخي نه‌شته او هغه چې شته په یوه ناروغ حالت کې دي. 

دغو مشرانو د بلوڅانو فرهنګ په نمانځ‌غونډه کې پر یو شمېر کړېو تور پورې کړ، چې دوی له بلوڅي ژبې سره سیاسي چلند کوي.

همدارنګه بلوڅي قومي مشرانو دا هم وویل، دولت تراوسه پر دې نه‌دی توانیدلی، چې بلوڅ ماشومانو ته د دوی پر مورنۍ ژبه د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د قومونو قبایلو او سرحدونو چارو وزارت د چارشنبې ورځ کابل کې د لومړي ځل له‌پاره د کب ۱۲مه ( د بلوڅ قوم د فرهنګ ورځ) د یوشمیر بلوڅ قومي مشرانو، دولتي چارواکو او مدني فعالانو په ګډون ونمانځله.

غونډې ته د بلوڅ قوم د همغږۍ شورا غړي عبدالستار پردلي ددغه قوم د ستونزو په هکله وویل، که څه هم هیواد د پرمختګ په لور روان دی، خو لا هم د بلوڅ قوم په ډیرو برخو کې له زیاتو ستونزو سره مخ دی.

پردلي د بلوڅ قوم ترټولو لویه ستونزه بلوڅ ماشومانو ته د دوی پر خپله ژبه د زده کړو نشتوالی وښوده.

د بلوڅ قوم د فرهنګ ورځ کلونه پخوا په پاکستان کې د بلوڅ ځوانانو له خوا د ( Baloch cultural day) په نوم نمانځل کیده، چې د پاکستان پوځ پرې برید کړی و او په پایله کې یې د صدام حسین په نوم یو ځوان وژل شوی و، له همغې ورځې راهیسې دا ورځ بلوڅان نه‌نمانځي. 

غونډې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ځای‌ناستي وزیر عبدالغفور لیوال وویل، چې بلوڅان د هیواد په سیاسي او فرهنګي چارو کې ستر رول  لوبوي.

ده د بیلګې په توګه د هلمند سیند د اوبو په ساتنه کې د بلوڅانو رول وستایه. 

لیوال زیاته کړه، چې باید د یوه ملي بهیر په کچه د افغانستان ټولو ژبو په ځانګړې توګه د بلوڅي ژبې او فرهنګ ودې له‌پاره پروګرامونه جوړ شي.

بلوڅان، چې ویل کې شمیر یې په ټوله نړۍ کې شاوخوا شپیته میلیونو ته رسیږي تر ډیره د ایران په سیستان، بلوچستان او کرمان ولایتونو او د پاکستان بلوچستان، سیند او پنجاب ایالتونو او یوه برخه یې د افغانستان په سویل لویدځو او ځینو نورو ولایتونو کې ژوند کوي. 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام