د بلخ د نښتو په اړه د اتمر غبرګون؛ د حکومت پرېکړه سیاسي ـ انتخاباتي ده

د سولې او اعتدال ډلې مشر حنیف اتمر په مزارشریف کې د وروستي وضعیت مسوول بولي او د دغه ولایت د امنیې قوماندان د بدلولو په اړه د حکومت پرېکړه «سیاسي ـ انتخاباتي» یادوي.

نوموړي چې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، بلخ ته د ځواکونو استول اړین نه وو او په یاد ولایت کې رامنځته شوی وضعیت د دوښمن په ګټه دی. حنیف اتمر وايي، د امنیتي ځواکونو او عطامحمد نور د پلویانو ترمنځ کړکېچ قومي نه‌دی.

نوموړی زیاتوي چې د یاد کړکېچ د مخنیوي لپاره یې که څه هم هڅې وکړې، خو بې‌پایلې وې او ان حکومت ادعا وویل چې له قهریه قوې یې ګټه نه‌ده اخیستې، «خو شواهد د دې ادعا خلاف دي».

اتمر له دواړو لوریو غواړي چې د یو بل لپاره تېر شي او نور «ورور له ورور سره و نه نښلي.»

حنیف اتمر له حکومته غواړي چې خپل دریځ بدل او د خبرو اترو له لارې یاد کړکېچ حل کړي او دغه راز له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې حکومت پوه کړي امنیتي ځواکونه د خلکو پر وړاندې درېدلو لپاره نه، بلکې د هغوی د دفاع لپاره دي.

د نوموړي په وینا، سولې او عتدال ډلې د لرې کولو لپاره له ډېرې مودې راهیسې هڅې روانې دي او د مزاري پر تلین غونډې برید هم د بلخ له کړکېچ سره تړاو لري.

اتمر ټینګار کوي چې اوسنی حکومت د ازادو او عادلانه ټاکنو کولو وسه نه‌لري او د جوزا په لومړۍ نېټه یې موده هم پای ته رسېږي.

هغه وايي چې په بلخ کې د کړکېچ د دوام لپاره به ټولې قانوني لارې چارې وکاروي.

مزارشریف نن د ځینو نښتو شاهد و. دا کړکېچ له هغه وروسته پراخ شو چې کورنیو چارو وزارت محمدرقیب مبارز د یاد ولایت د امنیه قوماندان په توګه وټاکه، خو عطامحمد نور او پلویانو یې مخالفت وکړ او ټینګار یې کاوه چې باید د دوی په خوښه وټاکل شي.

د بلخ وضعیت ګڼ غبرګونونه هم راپارولي او د یاد کړکېچ د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې او له دواړو لوریو یې غوښتي چې باید د بلخ د اوسېدونکیو خوندیتوب او امنیت ته لومړیتوب ورکړي.

اړوند مطالب:

بلخ کې د امنیتي ځواکونو او عطامحمد نور د پلویانو ترمنځ نښتې

مزارشریف نظامي بڼه غوره کړې

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام