د بغلان یو کلي کې د کلینیک نه‌شتوالی؛ ناروغان مري

د بغلان د نهرین ولسوالۍ د واترچي کلي اوسېدونکي په‌دې کلي کې د کلینیک له نه‌شتوالي شکایت کوي او وايي چې په‌دې کلي کې د روغتیايي اسانتیاوو د نه موجودیت له امله د دوی کلي کې امیندواره مېرمنې او نور ناروغان د ولسوالۍ مرکز ته د لېږد پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دوه تنه قومي مشران سلطان‌محمد او حاجي قاسم وايي چې د خپلوانو په ګډون یې ډېر کلیوال د همدې ستونزې له امله له لاسه ورکړي‌دي.

د دوی په وینا، له تېرو ۳۰کلونو راهیسې ـ چې په‌دې کلي کې اوسېږي ـ تر اوسه یې د کلي له ۲۰۰ ډېرې امیندوارې مېرمني او ګڼل نور ناروغان د روغتیايي اسانتیاوو د نه‌شتوالي له امله مړه شوي‌دي.  

خو د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالعلیم غفاري د نهرین ولسوالۍ د واټرچي کلي د اوسېدونکیو ستونزې ته له اشارې پرته وايي، په تېر کال کې یې ۱۷ روغتیایي مرکزونه په بغلان کې جوړ کړي‌دي او سږکال هم په پام کې ده چې په‌دې ولایت کې ۷ نور روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.

د واټرچي کلی ـ چې څه باندې ۳زره کورنۍ په‌کې ژوند کوي ـ د نهرین ولسوالۍ له لېرې پروت او محروم کلي شمېرل کېږي. د دې کلي اوسېدونکي وايي، په‌دې کلي کې د ښوونځي د نه‌شتوالي له امله ۲زره ماشومان له ښوونې او روزنې بې‌برخې شوې‌دي.

ورته مطالب:

د غور شاوخوا ۶۰ سلنه روغتیايي مرکزونه ودانۍ نه‌لري

۲۰۶ بابه نوي روغتیايي مرکزونه جوړیږي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام