د بغلان معترضان او پر «محبوب‌الله غفاري» پورې شوي تورونه

د بغلان د لویې لارې ځېنې معرضان وايي، حکومت ژمنه ورکړې چې غوښتنو ته یې رسېدنه کېږي. دوی غوښتي وو چې د بغلان د ولسي جرګې رایو د بیاشمېرنې له‌پاره دې ځانګړې محکمه جوړه شي، د ولسي جرګې نوماند او د بغلان د ولایتي شورا پخوانی مرستیال محبوب‌الله غفاري دې خوشې شي او د دولتي ځواکونو له لوري پر معترضانو د ډزو کولو موضوع دې وڅېړل شي.

د بغلان د والي ویاند محمود حقمل سلام وطندار ته وايي، د اعتراض‌کوونکیو او حکومتي پلاوي ترمنځ د هوکړې‌ له مخې نن سهار د کابل ـ شمال لویه لاره پرانېستل شوه.

د دې پلاوي یو غړی محمدجان عزیز وايي چې د دې معترضانو غوښتنو ته به د قانون په چوکاټ کې رسېدنه وشي.

د بغلان د ولایتي شورا پخواني مرستیال محبوب‌الله غفاري ملاتړي خبرداری ورکوي او وايي، د مرکزي حکومت له لوري د دوی غوښتنو ته پام نه‌کولو سره به دوی بیا له سره اعتراضونه پيل کړي.

خو د بغلان یو شمېر اوسېدونکي پر محبوب‌الله غفاري باندې تور پورې کوي چې په قتل، غلا، اختطاف، جنسي تېري او خلکو په ځورولو کې لاس لري او دوی د دې تورونو د څېړنو غوښتونکي دي.

سلام وطندار ته رسېدلي اسناد هم ښيي چې ښاغلی غفاري د محلي حکومت له لوري په قتل، اختطاف او د خلکو په ځورولو تورن دی.

دا اسناد په ډاګه کوي چې په ۲۷۹۰/۱۶۴۵ رسمي شمېره لیک کې د ۱۳۹۶/۶/۴ نېټه د بغلان عسکري محکمې د دې ولایت له امنیې قوماندانۍ نه ښاغلي غفاري له لوري د ترسره شویو «جنایتونو» په اړه معلومات غوښتي او زیاته کړې یې ده چې نور سندونه هم د بغلان ولایت د محکمې ریاست ته ولېږي.

د دې سندونو پر بنسټ، د ښاغلي غفاري او د هغه د امر لاندې کسانو له لوري ترسره شويو «جنایتونو» شمېر ۲۰ ته رسېږي چې ۱۰ په‌کې د قتل پېښې، ۲ د اختطاف او جنسي تېري دي، ۵ پېښې د وهلوټکولو، د «سمرقندي» سیمې له اوسېدونکیو سره وسله‌واله نښته، د ځمکې غصب او په‌خپل‌سري ډول د یوې مرستندویه موسېسې ۲۷۵۰ بورې وړو وېشل شامل دي.

په‌دې سندونو کې راغلي، هغه پلاوی ـ چې په ۱۳۹۶کال کې له مرکزه د لویې څارنوالۍ له لوري د بغلان د ولایتي شورا د پخواني مرستیال د «جنایتونو» د څېړنې له‌پاره دې ولایت ته لېږل شوی‌و ـ ځېنو دولتي ادارو او محلي چارواکیو له ښاغلي غفاري له وېرې او یا د هغه نفوذ له امله د هغه د جرمونو په افشا کولو کې حقیقت نه‌دی ویلی او خود داري یې کړې‌ده.

د بغلان یو اوسېدونکی غزیزالرحمن سخي‌زاده ادعا کوي چې ښاغلي غفوري یې د کورنی یو غړی وژلی او زیاتوی چې په کابل کې ځېنو کړیو باندې تور پورې کوي چې په بغلان ولایت کې د مذهبي او قومي اختلافاتو ته لمن وهي او وايي چې دا کړۍ له ښاغلي غفاري نه د دفاع هڅه کوي.

سره له‌دې چې د محبوب‌الله غفاري د ملاتړیو او حکومتي پلاوي ترمنځ د هغه د راخوشې کولو په اړه بې‌قید او شرطه هوکړه شوې؛ خو د بغلان د خوست و فرنګ او ګذرګاه نور ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې ښاغلی غفاري د دې ولایت په ډېرو جنایتونو کې لاس لري د هغه د مجازات غوښتونکي دي.

د ویلو ده چې د کابل ـ شمال لویه لاره د بغلان ولایت د ولسي جرګې د وروستیو پایلو له اعلان او د محبوب‌الله غفاري د بندي کېدلو نه وروسته شاوخوا د یوې اوونۍ له‌پاره د مسافرو پر مخ تړل شوې‌وه.

په همدې اړه:

بغلان؛ د خوراکي توکو نرخ ۲برابره لوړ شوی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام