د لویدیځې افریقا په برکینا فاسو هېواد په پلازمېنې اواګاډوګو کې پر یو هوټل وسله والو برید کې ۲۳ تنه وژل شوي دي او له یرغمل شویو کسانو نه ۳۰ تنه خوشې شوي دي.
دا هوټل اېسپلنډېډ نومېږي، چې ډېر وخت به ملکي وګړي ورتلل.
د شنبې شپې له برید وروسته، فرانسوي ځواکونو د وسله والو د ځپلو په تړاو د هوټل په شاوخوا کې عملیات پیل کړل. ویل کېږي، چې د برید پر مهال ډېر زیات وګړي په هوټل کې راټول شوي وو.
نوي معلومات دا دي، چې د امنيتي ځواکونو له لورې له یرغمل شویو کسانو نه ډېر وګړي راخوشې شوي دي، خو وژل شوي کسان د شاوخوا ۱۸ بېلابېلو هېوادونو وګړي دي.
په لویدیځ کې د القاعده ترهګریزې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.
ویل کېږي، چې تر اوسه په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته روانه ده.
دغه هوټل د نړیوال هوايي ډګر په څنګ کې واقع دی. عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې بریدګر د هوټل کافي شاپ ته د ننوتلو پر وخت د کافي شاپ ساتونکی وژلی او له همدې ځایه یې نښته پیل کړې ده.
د یادولو ده، چې دې ته ورته برید د اسلامي دولت غړیو په ګاونډي هېواد مالي کې هم کړې و، چې په هغه کې هم شاوخوا ۲۰ تنه وګړي وژل شوي وو.