په ډېرو کورنیو په ځانګړي توګه د هېواد په کلیوالو سیمو کې هغه پېښې، چې د یوې پېغلې د کوژدې او یا واده سره همهاله رامنځته کېږي؛ د هغې ناوې په بخت پورې تړل کېږي.
په غزني کې د ښځو د حقونو فعالانې وایي، چې په دودیزه ټولنه کې ناوړه او بې ځایه عقیدو پراختیا موندلې او د یو شمېر مېرمنو ژوند یې تور کړی دی.
په دې ولایت کې د ښځو د حقونو فعاله مېرمن فرزانه، نیک او بد شُګون_ د ناویو برخلیک ټاکونکی بولي او وایي، چې دغه عقیدې د غزني د خلکو په ذهنونو کې ریښې غځولي دي.
د مېرمن فرزانې په وینا، د یوې پېغلې د کوژدې له ورځې د ناوېتوب تر لومړۍ اوونۍ پورې که د زوم په کور کې هره بده پېښه رامنځته شي د ناوې په تور بخت پورې یې تړي؛ ښې او مثبتې پېښې بیا په نیک فال نیسي او د زوم لوړ بخت یې بولي.
فرزانه زیاتوي، دا ډول ناوړه دودیزې عقیدې د ناوې په ګډ ژوند ناوړه اغېز کوي.
په غزني کې د ښځو حقونو بله فعاله خاطره سلطاني هم سلام وطندار ته وویل، چې د زوم د کورنۍ مېرمنې د نوې ناوې پر وړاندې منفي تبلیغ کوي او همدغه تبلیغ بیا د ناوې پر وړاندې د نارینهوو چلند ته لوری ورکوي؛ وروسته په کورني تاوتریخوالی، طلاق او په ځان وژنې تمامیږي.
مېرمن سلطاني دا ډول ناوړو دودیزو عقیدو لامل د کورنیو بېسوادي بولي او وایي، تراوسه هم دا ډول ناوړو عقیدو پر وړاندې د مبارزې زمینه نه ده برابره.
نوموړې وايي، دا چاره د دې لامل شوې، چې ډېرې پېغلې مجردې پاتې شي.
په همدې حال کې د غزني د ښځو چارو ریاست د حقوقو مدیره فوزیه کاکړ په دې ولایت کې د ښځو د طلاق او تاوتریخوالي پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، ګڼ شمېر مېرمنې د کورنیو د ناوړو دودیزو عقیدو قرباني شوي دي.
مېرمن کاکړ وايي، دوی هره ورځ د دا ډول عقیدو څخه د راټوکېدونکو ستونزو په حل مصروف دي.
له بلې خوا د غزني ولایت یو دیني عالم محمد هاشم انوري وایي، چې د خدای په امر د پیغمبر د سنتو له مخې واده کول یو نیک او ښه کار دی؛ په ناوې پورې د نیک بختۍ او بدبختۍ تور پورې کول د اسلام د مقدس دین د ټولو اساساتو خلاف کار دی.
ښاغلی انوري وایي، هره پېښه د خدای تعالی له طرفه ده او هېڅ وخت یوه ناوې تقدیر نه شی بدلوی.
دی وايي، کورنۍ د بدو پېښو د خلاصون په موخه باید صدقه ورکړي.
غزنی د هغو ولایتونو له ډلې دی، چې له لس په ډېرو ولسوالیو کې یې ښځو ته د زدهکړو زمینه نه ده برابره او له ښوونې او روزنې څخه لرې پاتې والی د دې لامل شوی، چې ناوړه او دودیزې عقیدې د کورنیو ترمنځ رواج پیداکړي.