رحیمي: پر پخوانیو کارتونو ټاکنې د منلو وړ نه‌دي

د حکومت اجرایوي ریاست وايي، چې یو ځل بیا په ټاکنو کې د زړو کارتونو استعمال به دوی ته د منلو وړ نه‌وي، ځکه د دوی پر وینا، دغه کار به هېواد له ګډوډيو سره مخ کړي.

د اجرایه ریاست ویاند ددغه مطلب په څرګندولو سره زیاته کړه، د ټاکنیزو کمېسیونو چارواکي باید د ځانګړي سمون کمیسیون سره سم خپلې چارې پرمخ یوسي.

د اجرایه رییس ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي نن کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د ټاکنو اوسنی کمېسیون باید د ټاکنیز سمون ټولګې له مخې کار وکړي او د دغه کمېسیون په نویو پریکړو کې هم د حکومت، مدني ټولنې او د ټاکنو څار بنسټونو نظرونه واخلي.

د هغه پر خبره، په تېرو ټاکنو کې د افغانستان د نفوس په پرتله زیات کارتونه ویشل شوي دي.

د اجرایه ریاست ویاند: مجیب‌الرحمان رحیمي 

هغه وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون  دارالانشا مشر پر ټاکنه   کار روان دی او حکومت هڅه کوي څو داسې یو څوک پردې دنده وګومارل شي چې د ټاکنو کمیسیون پخوانیو غړو سره هېڅ راز اړیکه و نه‌لري او خلکو ته د منلو وي.

هغه وویل: "موږ باور لرو چې د ښه نوم خاوند داسې کس چې د ټاکنو کمېسیون له پخوانیو چارواکو سره اړیکه و نه‌لري ریښتنی وي او وړتیا يې خلکو ته څرګنده وي د دالانشا ریاست ته به ور وپيژندل شي".

د اجرایه ریاست چارواکو پروینا، د ټاکنو کمېسیون له پخوانيو غړو افغانستان ترخه تجربه لري او حکومت هڅه کوي، چې یو ځل بیا پر دغو کمیسیونونو د خلکو باور زیات کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام