د بدخشان ۳۰سلنه رای‌ورکوونکي رایې نه‌شي ورکولی

د بدخشان ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري سلام‌وطندار ته وايي چې د دې ولایت په ۳۰ سلنې خاورې د طالبانو کنټرول او د رای‌ورکولو په ورځ د ۱۰ سلنه امنیتي ګواښونو د زیاتېدو احتمال، د ولسي جرګې ټاکنو کې د خلکو کم‌رنګي حضور په اړه اندېښنې زیاتې کړې‌دي.

د ښاغلي نظري په وینا، دا مهال د ناامنیو زیاتېدو په دلیل، د بدخشان ۳۰ سلنه رای‌ورکوونکي د ټاکنو بهیر کې له حضوره محروم دي او د دغه وضعیت دوام له رای ورکولو د خلکو د محرومیت کچه لوړه وي.

بدخشان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر مسوولان هم وايي، د ناامنیو زیاتېدو هغوی د ټاکنو ترسره کولو په اړه اندېښمن کړي‌دي.

د بدخشان د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر د عامه اړیکو مدیر محمدالدین خواهاني وايي، د رای ورکولو ۳۲۲ مرکزونو له ډلې همدا اوس د رای ورکولو ځېنې مرکزونه د طاللبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې دي او ځېنې نور هم د امنیتي ګواښونو له امله تړل شوي‌دي.

له‌دې سره د بدخشان امنیې قومندانۍ امنیت امر سیدجهان کرامت وايي چې د ټاکنو امنیت تامینولو له‌پاره بشپړ چمتوالي لري.

دی وايي، نږدې ورځو کې عملیات پيلوي او د طالبانو تر ګواښ لاندې د مرکزونو امنیت به تامین کړي چې خلک په ډاډه زړه ټاکنو کې ګډون وکړای شي.

د بدخشان د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر مسولان هم وايي چې دې ولایت کې د رای ورکولو ۳۲۲ مرکزونو له ډلې ۱۰۰ مرکزونه تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي.

د دغه کمېسیون مسوولانو په وینا، ۱۳ مرکزونه تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي، ۳۰ نور مرکزونه په منځنۍ کچه امنیتي ګواښونو سره مخ دي او ۵۴ نور هم په بشپړه توګه تړل شوي‌دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام