د بامیانو کاروان‌سرایونه د له‌منځه تلو ګواښ سره مخ دي

یوشمېر فرهنګي فعالان، د تاریخ حوزې څېړونکي او لرغون‌پېژندونکي، د بامیانو ولایت د تاریخي ځایونو په ځانګړې توګه د کاروان‌سرایونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

سره له دې چې په بامیانو کې زردشتي، بودايي او اسلامي تمدنونه تېر شوي او هر یو خپل وخت کې دغه ولایت ته نوښتونه ورکړي خو اوس له یو څو نمجنو او شړېدلو دېوالونو او کاروان‌سرایونو پرته؛ نور څه نه ترسترګو کېږي.

د تاریخ حوزې څېړونکي او لرغون‌پېژندونکي وايي، اوس هم د ششپُل، کالو، اقرباط ، درهغندک، سچک او اخضرات کاروان‌سرایونو اثار او پاتې‌شوني شته او دولت کولی شي د دغو کاروان‌سرایونو په بیارغولو او خوندي‌ساتلو سره، د بامیانو ګرځندوی صنعت ته غوړېدا ورکړي.

د بامیانو پوهنتون د لرغون‌پېژدنې پوهنځي استاد لایق احمدي وايي، دغه کاروان‌سرایونه په دویمه میلادي پېړۍ کې ورېښمو لویه لاره کې جوړ شوي او کوم مسافر چې د بامیانو له درې تېرېدل، شپه به یې دغو کاروان سرایونو کې کوله.

د کاروان‌سرایونو لرغونې مخینې او فرهنګي ارزښت د دغه ولایت فرهنګي فعالان اړ کړل چې په اطلاعاتو او کلتور وزارت نیوکې وکړي.

د فرهنګ‌پالانو په وینا، دغه وزارت د بامیانو تاریخي سیمو، اثارو په ځانګړې توګه کاروان‌سرایونو خوندي ساتلو له‌پاره هېڅ ډول پروګرام نه لري.

مدني فعال مسعود دهقان وايي، له اطلاعاتو او کلتور وزارت، د بامیانو سیمه‌ییزې ادارې او اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه هیله کوو چې د کاروان‌سرایونو بیارغولو او ښکلي کولو برخې ته پام وکړي.

فرهنګي فعالان د ملګروملتونو له فرهنګي او علمي سازمان «یونسکو» هم غواړي چې د ورېښمو لارې او هغو کاروانونو یادولو له‌پاره چې له دې لارې تېرېدل، یو له دغو کاروان‌سرایونو ورغوي.

خو د بامیانو ولایت د اطلاعاو او کلتور ریاست مسوولان وايي، د کاروان‌سرایونو بیارغول او خوندي ساتل د دې ادارې له توانه پورته خبره ده او افغان حکومت هم دې برخه کې بودیجه او طرحه په پام کې نه ده نیولې.

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې د فرهنګي میراثونو خوندي ساتلو مسوول عبدالحمید جلیا په وینا، د کاروان‌سرایونو وضعیت د ورځې په تېرېدو لا خرابیږي.  

دغه ولایت اته لرغونې او تاریخي سیمې لري چې دوه د بودا سترې مجسمې، د بامیانو په مرکز کې غلغلې ښار، د ولایت ختیځ پنځه‌ویشت کیلومترۍ کې ضحاک ښار، الف کافري کلا او ب ‌‌کافري کلا، د دره‌قل اکرم مغارې او دره فولادي کې د غمي‌کلا مغارې د نړۍ د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت شوي دي.

له دې سره ـ سره د بامیانو کاروان‌سرایونه چې ځانګړی فرهنګي او تاریخي ارزښت لري د هېڅ کوم ملي او نړیوال بنسټ له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام