په ټول هېواد کې د ژمي او یخنۍ په رارسېدلو سره د ځېنو هېوادوالو له لوري اړمنو کسانو ته د خوراکي او پوښاکي توکیو د راټولولو لړۍ پیلېږي.
سږکال بیا هم د ځېنو با احساسه ځوانانو له لوري په فېسبوک کې «د مهربانۍ تمځای» په نامه د جامو او کور سامان د راټولولو کمپاین پيل شوی او له ښاریانو یې غوښتي چې خپل دویم لاس شیان او جامې اړمنو هېوادوالو ته ورکړي.
د دې کمپاین یو غړی احسان لبیب وايي چې د جامو، پوښاکو او د کور د نورو وسایلو له راټولولو وروسته هغه یو ځل وینځي او بیا یې په اړمنو خلکو وېشي.
خو احمد فرید چې د ناامنۍ له امله یې په پروان کې کور پرېښی؛ دې کمپاین ته چندانې په مثبت نظر نه ګوري او وایي، پهداسې حال کې چې کورنۍ یې ډېره اړمنه ده؛ لا هم ورسره کوم بنسټ مرسته نهده کړې.
هر کال ډېر وګړي د بېوزلۍ او د استوګنیځ ځای یا ژمنیو لباسونو د نهلرلو له امله ژوند له لاسه ورکوي. دا پهداسې حال کې ده چې جنګ او وچکالي هره ورځ د بېځایه شویو هېوادوالو په شمېر کې زیاتوالی راولي او د ښارونو ترڅنګ په یخو دښتو کې مېشتېږي.