د اوبو بندونو د ساتنې لارښود جوړ شو

د اوبو او برېښنا وزارت مسوولانو نن د یوې خبري غونډې پر مهال چې د کلیو پراختیا او بیارغونۍ مسوولانو، طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر او د نړېوال بانک استازیو په‌کې ګډون درلود، د هېواد د بندونو ساتلو، طرحه کولو او د مصونیت لارښود جوړولو خبر ورکړ.

د اوبو او برېښنا وزارت مرستیال محمدخان تکل وايي، یاد لارښود یې د ټولو بندونو د ساتلو په موخه د کورنیو او بهرنیو کارپوهانو په همکاري جوړ کړی دی.

د نوموړي په وینا، یادو کارپوهانو هغه ۱۰ بندونه چې ۶۰ کاله وړاندې جوړ شوي وو، هم وارزول او ټولې نیمګړتیاوې یې په ګوته کړې.

په نړېوال بانک کې د اوبو کارپوه میراحمد احمد وايي، یاد لارښود د بندونو د مصونیت پالیسي له مخې چې د دغه بانک لومړیتوب ګڼل کېږي، جوړ شوی دی.

نوموړی زیاتوي، د لارښود جوړولو ترڅنګ، د قرغې او درونټې بندونو د بیارغولو چارې پیل شوي او اوس دوام لري.

بله‌خوا د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مسوولان او طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وايي چې د دغه لارښود په عملي کېدو سره به د اوبو بندونه وساتل شي او په هېواد کې د اوبو ضایع کېدو او د بندونو خرابېدو مخه به هم ونیول شي.

د یادونې ده چې د بندونو د ساتنې لارښود د نړېوال بانک په مالي او فني مرسته جوړ شوی دی.

د اوبو او برېښنا وزارت مسوولان وايي، اوس د هېواد په کچه شل کوچني او ستر بندونه جدي مراقبت ته اړتیا لري او په وینا یې، تراوسه یې د قرغې او درونټې بندونو د سروې ترڅنګ، د ماهيپر، سروبي، نغلو، سرحوض، سلطان، دهله او کجکي بندونو سروې بشپړه کړې او د بیارغولو چارې به یې پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام