د انرژۍ او اوبو ګوښه شوي وزیر علياحمد عثماني نن یو چینایي شرکت سره د دایکنډي ۵.۵ میګاواټه سولري برېښنا پروژې تړون له لاسلیک کړ.
د دې پروژې لګښت ۱۳ میلیونه ډالر اټکل شوی چې د انرژۍ او اوبو وزارت له پراختیایي بودیجې ورکول کېږي.
ښاغلی عثماني وایي، دا پروژه په نیلي، میرامور، شهرستان او اشترلی کې ۷ بېلابېلې سیمې رانغاړي.
د سولر برېښنا ترڅنګ به د برېښنا تولید دوې نورې مرستندویه سرچینې هم جوړې شي.
دا سرچینې د ۳.۴ او ۴.۳ میګاواټه برېښنا تولید ظرفیت والا جنراتورونه دي.
یاده پروژه د «شوانگ دینگ» په نوم شرکت په دوو کلونو کې سروې، ډیزاین او بشپړوي.