د امنیتي ځواکونو غیرحاضري او د فراه د پشت‌رود سقوط

د فراه د پشت‌رود ولسوال حاجي عوث‌الدین سلام وطندار ته وایي چې د دې ولسوالۍ د امنیت د تامین له‌پاره ۲۰۷ پولیس ګومارل شوي؛ خو دم‌ګړۍ له‌دې ډلې یوازې ۱۸ پولیس په دنده کې حاضر دي او پاتې یې د امنیتي ستونزو په پلمه په کورونو ناست دي.

دی په پشت‌رود ولسوالۍ او د لارې په اوږدو کې د پولیسو په پوستو باندې د وسله‌والو طالبانو د ډله‌ییزو بریدونو نه په اندېښنې سره وايي چې هېڅ امنیتي ځواک او پوځي تجهیزات نه‌لري چې له طالبانو سره مقابله وکړي.

دی ټینګار کوي چې په‌دې لسوالۍ کې د پولیسو پرتې امنیتي پوستې هم د امنیتي وضعیت له خرابوالي سره ښار ته ولېږدول شوې. دی خبرداری ورکوي، که امنیتي امنیتي ځواکونه بېرته دندو ته ور ونه ګرځي؛ د طالبانو د پرله‌پسې بریدونو له امله به ولسوالي ور پرېږدي.

دی همداراز وایي چې طالبان په نږدې کلیو کې پراته دي چې کله ناکله د دروازې د پرانیستلو پرمهال هم پر دوی برید کوي چې دوی د مقابل له‌پاره له زوړ او کاره لوېدلي ټانګ پرته داشکه هم نه‌لري.

پشت‌رود مرکز فراه ته نږدې پرته ده چې د دې ولسوالۍ په سقوطېدلو سره طالبان ښار ته هم ستر ګواښ پېښولی شي.

په ورته وخت کې د فراه د ولایتي شورا مرستیال محمد نعیمي بیا وايي چې د دې ولایت په ولسوالیو کې د بهرنیو او افغان ځواکونو له لوري پراخ پوځي عملیات شوي؛ خو لا هم په د ولسوالیو په لارو کې امنیتي ستونزې شته دی.

دی د پوځي تشکیلاتو او تجهیزاتو کمښت د دې ولایت د ولسوالیو بله لویه ستونزه بولي.

خو د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب‌الله محب پشت‌رود د دې ولایت تر ټولو امن ولسوالي ګڼي او وايي چې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د ملي‌اردو او ملي پولیسو پوستې ځای پرځای شوې‌دي او طالبانو ته به د تحرک هېڅ ډول موکې ورنه‌کړي.

دی هم د امنیتي ځواکونو د کمښت ستونزه مني.

د ښاغلي محب په وینا، د امنیتي ځواکونو د نوي پلان له‌مخې به ډېر ژر خدمتي ځواکونه د ولسوالي د امنیت په پار ځای پرځای شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام