ټاکل شوېوه نن په اسلاماباد کې د طالباستازيو او د پاکستان لومړي وزیر ترمنځ خبرې اترې شوېوی؛ خو دا لیدنه ونهشوه.
طالبانو تېره ورځ په یوې خبرپاڼې کې ویلي وو، د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې د دوی د مرکچي پلاوي ځېنو غړیو نومونو د موجودیت له امله پاکستان ته د دوی سفر لغوه شو.
خو په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر روستمشاه مومند سلام وطندار ته وویل چې په وروستیو کې له هندوستان او ایران سره د پاکستان وروستۍ لانجې او پر پاکستان د افغاندولت قوي فشارونه هم د دې لامل شول چې دا لیدنې ونهشي.
په همدې حال کې د ارګ یوې خبرپاڼې لیکلي، ولسمشر محمداشرف غني بېګا ماښام د افغان سولې لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلي، پاکستان او طالبانو باید د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.
دغه راز، پاکستاني لیکوال او ژورنالیست سراجعلي سلاموطندار ته وویل، ټاکل شوېوه نن یو امریکایي پلاوی له پاکستاني چارواکیو او طالبانو سره لیدنه وکړي؛ خو امریکایي پلاوی هم پاکستان ته سفر ونهکړ.
د ښاغلي سراجعلي په خبره، د امریکايي پلاوي د سفر موخه د پاکستاني چارواکیو او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې ګډون و.
دغه راز، د ارګ خبرپاڼې لیکلي افغان ولسمشر همداراز ویلي، له زلمي خلیلزاد سره د کار په نوې او واضح طریقې هوکړې ته رسېدلی، چې د هغې په چوکاټ کې معلومات شریکېږي او د مشخصې اجنډا په اړه دوامدارې مشورې او ګامونه پورته کېږي.
طالبانو تر اوسه څلور ځله له امریکایانو سره لیدلي دي. یادې ډلې په وروستي ځل له یو شمېر افغان سیاستوالو سره په مسکو کې ولیدل.
ورته مطالب:
خلیلزاد: د سولې بینالافغاني خبرو پیلول بېړنی لومړیتوب دی