د افغاني جلغوزیو په تړاو د ۱.۴ میلیاردو ډالرو پانګونې ظرفیت

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  وزیر نصیراحمد دراني نن کابل کې «د جلغوزیو پراختیا او پانګونې کنفرانس» تر سرلیک لاندې غونډې ته وویل چې افغانستان د جلغوزیو تولید او پروسېس کې د ۱.۴ میلیاردو امریکایي ډالرو پانګونې ظرفیت لري.

د ښاغلي دراني په وینا، که‌چېرې خصوصي سکتور د جلغوزیو پر پروسېس پانګونه وکړي؛ کرنې وزارت ورسره په صادرولو کې مرسته کولی شي چې په‌دې سره به د جلغوزیو اوسنی ارزښت لږ تر لږه دوه برابره لوړ شي.

د کرنې وزیر نصیراحمد درانی زیاتوي، د افغانستان جلغوزي په کور دننه او بهر کې پر خپله اصلي بیه نه پلورل کېږي او که پر دغه کرنیز پیداوار پانګونه وشي او هغه معیاري شي؛ هېواد ته ډېره ګټه راوړلی شي.

د ښاغلي دراني په خبره، سږکال ۱۲۲ ټنه جلغوزي د ځمکې او ۱۱۰۰ ټنه د هوا له لارې صادر شوي او ۱۵۰ ټنه نور صادرېدو ته چمتو دي.

خو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وایي، سوداګر د ویزې او پور په اخېستلو کې له ستونزو سره مخ دي.

له بله پلوه د جلغوزیو کاروباریانو ټولنې مشران وایي چې د جلغوزیو صادراتو شمېرو په اعلان کې د دولتي بنسټونو ترمنځ همغږي نه‌شته.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام