د افغانستان له پاره د متحده عرب اماراتو سفیر د ژورو ټپونو له کبله ومړ

د راپورونو پربنسټ په افغانسان کې د متحده عرب اماراتو سفیر جمعه محمدعبدالله الکعبي، چې د کندهار ولایت په مېملستون کې د برید له امله ټپي شوی و، نن د خپلو ټپونو له امله ومړ.د متحده عرب اماراتو د ولسمشرۍ چارو وزارت د جمعه محمدعبدالله الکعبي مړینه تایید کړې ده.

الکعبي د کندهار والي همایون عزیزي او یو شمېر سوداګرو سره د روان کال د جدي په ۲۱ نېټه د ولایت مقام په مېلمستون کې د چاودنې له امله لومړی سخت ټپي او بیا د همدې ټپونو له امله مړ شو.

په دې پېښه کې د ۵ عرب ډېپلوماتو او د یو ژباړونکي په ګډون ۱۱ تنه په کې ټپیان شوي وو او د کندهار والي همایون عزیزي او په افغانستان کې د متحده عرب اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي د ۱۸ نورو سوداګرو سره یو ځای ټپیان شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام