د ایران په کوربتوب د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام په ټاکنیزپړاو سیالۍ کې سنګاپور ته د ماته ورکولو وروسته ملي لوبډله نن (چهارشنبه) هېواد ته راستنه شوه.
افغان فوټبال فدراسیون مسوولین، دولتي چارواکي او افغان مینوالو د فوټبال ملي لوبډلې د هر کلي له پاره د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته ورغلي وو.
افغان فوټبال ملي لوبډله تېره ورځ د ایران په پلازمېنه تهران تختي فوټبال لوبغالي کی میلمه سنګاپور لوبډله د خیبراماني او یوسف شیردل د ګولونو په وهلو ۲ د ۱ ګول په وړاندې له ماتې سره مخ کړه.
په دې بریا سره افغانستان د نړیوال جام ټاکنیزپړاو په (پنځم) ګروپ کې څلورم مقام ترلاسه کړ او د لومړي ځل له پاره اسیایي جام فوټبال سیالیو ته د رسېدو په موخه یې (دریم پړاو) سیالیو ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان ترڅنګ له دویم پړاو سیالیو د ۴۰ لوبډلو له ډلې څخه بحرین، ګوم، هانګ کانګ، اردن، کویټ، قرغزستان، میانمار، لبنان، شمالي کوریا، عمان، فلسطین، فیلیپین، سنګاپور، ترکمنستان او ویټنام لوبډلې (دریم پړاو) ته لاره پیدا کړه.
دغه لوبډلې به له عربي اماراتو، سوریې، جاپان، چین، قطر، سویلي کوریا، تایلینډ، سعودي عربستان، عراق، ایران، اسټرالیا او ازبکستان فوټبال ملي لوبډلو سره د عربي اماراتو په کوربتوب ۲۰۱۹ کال اسیایي فوټبال جام سیالیو ته د رسېدو په موخه دریم پړاو ټاکنیزې سیالۍ وکړي.
د فوټبال اسیایي شورا د معلوماتو له مخې چې په دریم پړاو کې به ۲۴ لوبډلې په ۶ ګروپونو کې لوبې وکړي او هره لوبډله به په خپل ګروپ کې له ۳ لوبډلو سره د تګ او راتګ پړاو لوبې ترسره کړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د رسنیو څانګې مسوول علي کاظمي سلام وطندار راډیو ته وویل، چې دریم پړاو سیالۍ به په ۲۰۱۷ کال کې ترسره شي.
دغه راز ویل شوي، چې د سیالیو له پاره به مهال وېش او د لوبډلوېش د اپریل میاشتې په ۷ مه نېټه د مالیزیا په پلازمېنه کولالمپور ښار کې لوبې وشي.
افغانستان د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام ټاکنیزپړاو سیالیو کې په (اي) ګروپ کې له جاپان، سوریه، سنګاپور او کمبودیا فوټبال ملي لوبډلو سره د (تګ) او (راتګ) پړاو لوبې ترسره کړې او په ۴ م مقام ګټلو بریالې شو.