د افغانستان بانک ۷۶ میلیونه ورکې شوې افغانۍ بېرته دغه بانک ته وسپارل شوې

د افغانستان بانک چارواکي وايي، د کندهار سپين بولک ولسوالۍ له افغانستان بانک له خزانې ۷۶ میلیونه ورکې شوې افغانۍ بېرته د دغه بانک خزانې ته سپارل شوي دي.

دغه پيسې د دغه بانک د پخواني مدیر سید احمد اغا، د هغه ورور او اوخښي له لوري د تېر ۲۰۱۴ زېږدیز کال د فبرورۍ په میاشت کې د بانک له خزانې وړل شوې وې.

سید احمد اغا پرون د (جون په ۲۹مه) سلام وطندار ته وویل، دغه کار يې د دې لپاره کړی و، چې په بانک کې پراخ فساد، رشوت او غلا موجوده وه.

نوموړي زیاته کړه، د پیسو دغه اندازه یې په دې موخه له بانکه وړې وې، چې له ناوړه استعمال نه خوندي وساتل شي.

د نوموړي په خبره، په بانک کې د فساد په اړه یې د مرکزي بانک له مسولینو سره څو ځلې خبرې کړې وې، خو چا یې په خبره عمل نه کولو.

هغه له دولت نه وغوښتل، چې په فساد ککړ کسان دې د قانون منګولو ته راکش کړي او له هغوی سره دې حساب وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان بانک د خزانې مدیر نور محمد د  سید احمد اغا څخه مننه وکړه، چې د هېواد پيسې يې بېرته د افغانستان بانک خزانې ته وسپارلې.

د ښاغلي نور محمد په قول، د سید احمد اغا له خوا بانک ته سپارل شوې پيسې د دغه بانک له خزانې نه د وړل شویو پیسو ټول رقم پوره سپارل شوی دی.

له بل لوري د کندهار امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رییس مل پاسوال محمد رحیم علي خېل دغه کړنه په نیک فال نیسي او زیاتوي، هغه کسان چې په فساد ککړ دي له هغوی سره به قانوني چلند وشي.

د یادوني وړده، چې پخوا د يادو پيسو د تښتولو پر تور د افغانستان بانک يو شمېر کارکوونکي نیول شوي او زندان ته اچول شوي وو.

 خو د کندهار د امنيې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر علي خېل وایې، له څېړنو وروسته به بې ګناه کسان خوشې شي.

میاشت وړاندې داسې راپورنه خپاره شوي وو، چې دغه پيسې د بانک د کارکوونکیو له خوا غلا شوې وې، خو څه موده وروسته د سید احمد اغا له خوا مرکزی بانک ته وویل شول، چې ده دغه اندازه پيسې په بانک کې د موجود فساد له امله یو خوندي ځای ته وړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام