د کابل ولایت والي محمدیعقوب حیدري وايي، پلازمېنې کابل کې ۴۷۲۷۸ ماشومان له زدهکړو بې برخې دي او ۱۶۹ ښوونځي ودانۍ نهلري.
نوموړي چې نن کابل کې د «پوهنیزوضعیت څېړلو او څارنې» په اړه لومړني کنفرانس کې خبرې کولې، په دې ولایت کې د پوهنې روان بهیر په اړه اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ چې حکومتي مسوولین او عام خلک باید د دې ستونزې حل لهپاره جدي اقدام وکړي.
د حیدري په وینا، کابل کې زدهکوونکي او ښوونځي د زدهکړو لهپاره لومړنۍ اسانتیاوې نهلري.
محمدیعقوب حیدري د کابل دیني مدرسو وضعیت هم د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه، د کابل په ولسوالیو کې ځینې مدرسې د طالبروزنې په مرکزونو بدلې شوي چې په وینا یې د دې ستونزې حل لهپاره به جدي ګامونه واخلي.
په همدې حال کې د پوهنې وزیر میرویس بلخي وايي، پوهنیز بهیر کې ستونزې شته چې په وینا یې دا ستونزې د تېرو کلونو په پرتله سږکال له یاد وزارت سره د نړۍوالو مرستو کموالي لامل هم شوي دي.
نوموړي په پوهنیز ډګر کې د شته ستونزو حل لهپاره له قومي او سیمهییزو مخورو، ولسوالانو او عامو خلکو مرسته وغوښته. ښاغلي بلخي په نږدې راتلونکي کې د ښځینه ښوونکیو شمېر او د هغوی امتیازونو زیاتوالي خبر هم ورکړ.
د پوهنې وزیر دغه راز ژمنه وکړه چې د هېواد په هر ګوټ کې به د نجونو او هلکانو لهپاره د ښوونځیو جوړولو ترڅنګ، د زدهکړو اسانتیاوې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د ناامنیو له کبله د هېواد په کچه شاوخوا ۸۰۰ ښوونځي تړلي او له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې میلیونونه زدهکوونکي لومړنیو زدهکړو ته لاسرسی نهلري.
دغه راز د هېواد په ځینو امنو سیمو کې هم سلګونه ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي په سختو شرایطو کې زدهکړې کوي.