دوستم: ۵ میاشتې وروسته به ۷زره داعشيان هېواد ته راشي

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، د راتلونکي کال په وري میاست کې به له عراق، سوریه او لبنان هېوادونو افغانستان ته شاوخوا ۷زره داعشي وسله وال راشي، چې زیاتره پاملرنه به یې فاریاب، سمنګان، جوزجان، سرپل او بلخ ولایتونو ته وي.

جنرال عبدالرشید دوستم تېره ورځ فاریاب ولایت ولاړ او دغه څرګندونې یې د دې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د تېر ماښام په خبري کنفرانس کې وکړې.

دوستم وايي، حکومت باید دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې پاکې کړي او تر څنګ به یې د داعش د نفوذ مخنیوي له پاره په فاریاب کې یوه نظامي هډه جوړه کړي.

وسله والو طالبانو د تېرې چهار شنبې په ورځ د غورماچ په ولسوالۍ برید وکړ او دغه ولسوالۍ یې ونیوله.

دوستم وویل، د غورمارچ په اړه به څېړنې وکړي او د ولسوالۍ د سقوط عاملان به مجازات او مقاومت کوونکي به مکافات کړي.

دوستم اوسمهال په قیصار ولسوالۍ کې دی او د نن ورځې تر ماښامه به د چینیایانو هډې ته ورسېږي او چاڼیز عملیات به پیل کړي.

په دې عملیاتو کې شاوخوا ۴زره د ملي اردو، ولسي پاڅون کوونکي او د لومړي مرستیال ساتونکي نظامیان ګډون لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام