دایکندي؛ معتاد پلار خپله ۱۱کلنه لور وپلورله

د دایکندي د میرامور ولسوالۍ په ګیروي کلي کې یو معتاد پلار خپله ۱۱ کلنه لور «رېزه‌ګل» د ۲۴۰ زره افغانیو په بدل کې پلورلې ده.

د دایکندي د ښځو چارو رییسه ذکیه رضايي سلام وطندار ته وايي چې د دې پېښې په اړه د جلۍ پلار، مېړه او خُسر نیول شوي او خپله رېزه‌ګل به ډېر ژر نیلي ښار ته ولېږدول شي.

په بامیانو او دایکندي د ماشومان له کړنو د ساتنې شبکې مسوولان د دا ډول پېښو په اړه اندېښنه ښي او وایي، په‌دې دوو ولایتونو کې د والدینو اعتیاد د دې لامل کېږي چې اولادونه یې قرباني ورکړي.

د دې شبکې رییس  عارف محبي وايي، ډېر هغه ماشومان ـ چې د نشه‌يي توکیو په مقابل کې پلورل کېږي ـ یا په درنو کارونو ګومارل کېږي او یا ترې په فحشا کې ګټنه کېږي.

د یادونې ده چې له دې مخکې هم د بامیانو په ورس ولسوالۍ کې پر نشو روږدي پلار خپل ۱۲کلنه لور پلورلې وه.

ورته مطالب:

د بامیان د ځېنو کلیو ۹۵ سلنه اوسېدونکي په نشو روږدې دي

دایکندي کې یوې ځوانې نجلۍ په تېزابو ځان وواژه

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام