دانش: هېڅکله سوله په سوال نه غواړو

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن «په افغانستان کې د سولې خنډونه او حل لارې» په نوم جوړه شوې غونډه کې وویل، افغان حکومت د سولې په اړه ګډ نظر لري او هېڅکله یې له کمزوري دریځ نه په سوال نه غواړي.

د نوموړي په وینا، حکومت له طالبانو سره په جګړه کې ماتې نه‌ده خوړلې؛ نو ځکه د سولې لپاره سر چا ته سر نه ټیټوي. دانش طالبانو ته په خطاب کې وايي، یاده ډله جګړه‌ غوښتونکې ده او افغانان وژني چې باید د دغو وژنو او ملي بنسټونو د ورانولو ځواب ورکړي او هېڅکله مجاهده ډله نه بلل کېږي.

سرور دانش وايي، د طالبانو پر وړاندې د حکومت جګړه، روا دفاع ده، خو د خپلو خلکو د دفاع لپاره د سولې لار غوره کوي.

دانش د طالبانو د امارت دوره یوه ناکامه دوره یادوي چې افغانستان یې نړۍ ته د ترهګرو مرکز معرفي کړ، د خلکو یووالی یې له منځه یووړ او د هېواد کلتور او تاریخ یې تالا کړ.

د ولسمشر دویم مرستیال وايي، د افغانستان اساسي قانون د اسلام له دین سره سم جوړ شوی او حکومت هم د خلکو استازولي کوي. نوموړي په افغانستان کې د داعش ډلې را پیدا کېدو اصلي لامل وباله او زیاته یې کړه چې اسلام د همدې ډلې له لوري خلکو ته ناسم وړاندې شو.

دانش ټینګار کوي چې طالبان باید له مخکنیو شرطونو تېر شي، له جګړې لاس واخلي او اوربند وکړي چې د سولې خبرو اترو ته لار هواره شي. د نوموړي په وینا، له لومړنیو پړاوونو وروسته کېدای شي چې په سیاسي ګډون او واک کې د ونډې پر سر له هغوی سره خبرې اترې وشي.

سرور دانش د سولې خبرو اترو اصلي اړخ افغان حکومت بولي او وايي، له حکومت پرته هر ډول خبرې اترې بې پایلې دي. دانش د لنډمهالي حکومت جوړول، تېر ته د ګرځېدو په مانا بولي او ټینګار کوي چې د اوسني نظام یوې خوا ته کول یا له منځه وړل افغانانو ته د منلو نه دي.

د ولسمشر دویم مرستیال د حکومت مخالفو سیاسي ډلو ته په خطاب کې وايي، له حکومت سره د مخالفت له کبله باید د نظام پر وړاندې و نه درېږي. نوموړی د ټاکنو ځنډ د ملي ګټو خلاف بولي او وايي، هغه سوله چې له دې لارې راشي، تلپاتې نه ده.

سرور دانش د سولې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو، په ځانګړي ډول د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو هرکلی کوي و نوموړی یو وتلی او ماهر ډېپلوماټ یادوي.

خلیلزاد: تل‌پاتې او داسې سوله باید وشي چې ټول ارزښتونه په کې خوندي وی

خلیلزاد: د امریکا له‌پاره سوله لومړیتوب دی، نه د ځواکونو ویستل

نوموړی د افغانستان سیاسي نظام، اساسي قانون، د تېرو نږدې دوو لسیزو لاسته‌راوړنې، د بیان ازادي، رسنۍ، اطلاعاتو ته لاسرسی، مدني ټولنې، بشري او د ښځو حقونه د سولې خبرو اترو لپاره د حکومت سرې کرښې بولي او وايي، د تلپاتې سولې لپاره طرحه لري چې د تصویب لپاره به یې ډېر ژر د سولې مشورتي جرګه جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی د فبروري میاشتې په ۲۵مه د پنځم ځل لپاره په قطر کې له طالبانو سره خبرې وکړي. ټاکل شوې وه په دې غونډه کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس ملاعبدالغني برادر هم ګډون وکړي، خو طالبانو نن خبر ورکړ چې نوموړی به یوازې هغه مهال په یاده غونډه کې برخه واخلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم په‌کې ګډون وکړي.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ملابرادر د سفر سند نه لرلو او «د طالبانو د مشرانو ترمنځ د ځینو ناحل شویو موضوعاتو» له کبله په یاده غونډه کې ګډون نه‌شي کولای.

تراوسه د امریکا او طالب استازیو ترمنځ څلور ځله مخامخ خبرې شوي چې وروستۍ غونډې یې شپږ ورځې دوام وکړ او وروسته زلمي خلیلزاد د سولې خبرو اترو پر یوه ټولیز چوکاټ د هوکړې خبر ورکړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام