داعش ډلې په جوزجان کې ۳ ولسي خلک په ګولیو ویشتلي

د جوزجان ولایت امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي وايي، داعش ډلې ۳ ولسي وګړي چې د تېرې چهارشنبې شپه يې درزاب ولسوالۍ کې یرغمل کړي وو؛ په ګولیو ویشتلي دي.

خاشي وویل، وژل شوي کسان د درزاب ولسوالۍ اړوند تاش جوزا کلي استوګن وو، دولت سره یې هېڅ ډول اړیکې نه درلودلې او نه هم د دوی خپل، خپلوان په حکومتي ادارو کې وو.

د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر زیاته کړه، ډېر ژر به د داعش ډلې ختمولو له‌پاره د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې عملیات وکړي.

په ورته وخت کې د درزاب ولسوالۍ هغه شمېر بې ځایه شوي کسان چې اوس د قوشتپې ولسوالۍ په نو اباد کلي کې اوسیږي د داعش ډلې فعالیتونو پراخېدو په اړه د اندېښنه شيي.

دوی وايي، حکومت د دوی په سیمو کې د ناامنۍ پراخېدو په اړه بې غوري کوي.

د عبدالله او غلام سخي په نومونو دوو ولسي وګړو سلام وطندار ته وویل، چې په دغو سیمو کې داعش ډله ورځ تربلې فعالیتونه پراخوي.

دوی وايي، داعش ډلې له امله هېڅوک ورځنې چارې نه شي کولی او دغه راز وايي، په سیمه کې دولتي مامورین هم په محدوده کې را ایسار شوي دي.

داعش ډلې وروسته له هغه درزاب ولسوالۍ کې ۳  ولسي وګړي په ډزو ووژل، چې سیمه ییزو پولیسو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې ۸ غړي په دې ولسوالۍ کې ووژل او څلور نور يې ونیول.

د جوزجان امنیتي مسوولینو پروینا، داعش ډلې د وژل شویو کسانو په ټس کې دغه درې ملکي کسان په ګولیو ویشتلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام