له زیات وخت راهیسې انسان په ورځني ژوند کې د خپلو وسایلو د سمبالولو، خوندي کولو او د توکو د لېږد له پاره له پلاستیکي کڅوړو استفاده کوي.

دغه پلاستیکي کڅوړې له اقتصادي اړخه سپما کوي او له کارونې وروسته د خځلو ټوکرۍ ته غورځول کېږي.

پلاستیکي کڅوړې د وخت په تېرېدو چاپېریال ته سخت زیان رسوي او دغه زیان د هوا له ککړتیا نیولې او بیا تر دې چې په چاپېریال کې ژوي په مکمل ډول نابودوي.

کله چې پلاستیکي کڅوړې یا خلطې په خځلو بدلې شي دغه خځلې له ښار د باندې سیمو ته وېوړل شي او یا هم وسوزول شي؛ یو ډول زهرجن ګاز د وي، او، سي په نوم تولیدوي، چې چاپېریال هوا یا ځمکه ککړوي.

د امریکا د کالفرنیا پوهنتون کیمیاپوه انجینیر استاد ډاکټر استیون ناټ وايي، چې خلک د چاپېریال د ککړتیا له ګواښه ډک خطر په جدي ډول نه دی درک کړی.

ناټ ټینګار کوي، چې د دغې ستونزې د کچې راکمولو له پاره باید عامه پوهاوي وشي.

په چاپېریال کې پلاستیکي کڅوړو تجزیه کېدل سلګونه کالونو وخت نیسي.

له بازاره لرې د خځلو جوړې شوې غونډۍ چې پلاستیکي کڅوړې په کې موجودې وي، هغه کوچني حیوانات چې غذايي ځنځير جوړوي وژني.

د دغو حیواناتو له منځه تلل د ځمکۍ پر مخ د ژویو د بشپړ له منځه تلو سبب ګرځي.

د څېړنو له مخې دغه خځلې په هرو درې میاشتو کې یو حیوان وژني.

پلاستیکي کڅوړې اوبه هم زیانمنوي، په ارام سمندرګي کې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه لویې او کوچنۍ پلاستیکي کڅوړې د اوبو سره ګډې شوي دي.

دغه پلاستیکي کڅوړې سمندري حیوانانو ژوند له پاره یو ګواښ دي.

سمندي حیوانات د کڅوړو پورې نښتي وړې توټې خوري، چې د هاضمې او تنفسي سیستم د زهرجنېدو او بندې لامل ګرځي او تدریجي ډول مري.

د دغو ستونزو د حل له پار باید له کاغذي کڅوړو استفاده وشي.

څرنګه چې کاغذي کڅوړې له اقتصادي اړخه لګښت لري، نو د دې پرځای کولی شو، چې له ټوټيي لاسي کڅوړو کارواخلو.

دغه کڅوړي بیا د اقتصاد او چاپېریال له پاره ګټورې دي.

شمېرې ښيي، چې که هر کس د پلاستیکي کڅوړو پر ځای یوه ټوټيي کڅوړه وکاروي، نو د خپل عمر په اوږدو کې به یې له ۲۲ هزره پلاستیکي کڅوړو په طبیعت کې مخنیوی کړی وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام