ناټو: د سولې تر بریا له افغان ځواکونو سره همکاري کوو

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسېل کې یوې غونډې ته وویل، ناټو په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزې او د سولې لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمنه ده.

سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې دغه سازمان به په افغانستان کې سولې ته تر رسېدو له افغان ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړه، د افغان سولې روانې پروسې په اړه وخت په وخت مالومات ترلاسه کوي او د یادې پروسې ملاتړ کوي.

د ناټو سرمنشي ټینګار وکړ چې په روانو خبرو کې د افغان حکومت له اساسي رول پرته په افغانستان کې تلپاتې سولې ته رسېدل ناشوني دي.

ینس سټولټنبرګ د سولې په اړه د ولسمشر محمداشرف غني له طرحې د ملاتړ ترڅنګ، د پاکستان په اړه وویل، د افغانستان ګاونډیان باید په دې هېواد کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ وکړي.

ټاکل شوې طالبان راتلونکې اوونۍ د امریکا له استازیو سره په اسلام‌اباد کې وګوري.

ناټو: تر اوسه له افغانستانه د وتلو پرېکړه نه‌ده شوې

ناټو: د افغان سولې لپاره وروستۍ هڅې هیله‌بښونکې دي

ناټو: د بهرنیو ځواکونو د وتلو قیمت په افغانستان کې له پاتې کېدلو ډېر دی

ینس سټولټنبرګ طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د جګړې په ډګر کې به بریالي نه‌شي.

د ناټو سرمنشي دغه راز ټینګار وکړ چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو اېستلو په اړه هېڅ ډول پرېکړه نه ده شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام