د ننګرهار چارواکي وايي، نن له غرمې وروسته څه کم ۲ بجې د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کږې بازار کې د ولسي تړون پروګرام ځايي دفتر کې چاودنه شوې چې د ولسي تړون پروګرام ۲ کارکوونکي پهکې وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د والي ویاند عطاالله خوږياڼي د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا چاودنه د یوه مجلس پر مهال رامنځته شوې چې ټپيانو کې د خوږیاڼو ولسوالۍ د ولسي تړون پروګرام مشر انجینیر عبدالحمید او ۴ مېرمنې هم شاملې دي.
دی وايي، چاودنه له مخکې اېښودل شوي ماین له امله رامنځته شوېده.
چارواکي وايي، د دې پېښې ۴ ټپيان د جلالاباد حوزوي روغتون ته راوړل شوي دي چې روغتیايي حالت یې ښه دی.
بلهخوا د ننګرهار د کلیو پراختیا رییس مجیبالرحمان ضیا رسنیو ته ویلي، چاودنه د ولسي تړون پروګرام دفتر کې نه، بلکې د دې پروګرام د حمايوي دفتر «برګ» کې شوېده.
دی د تلفاتو په اړه مالومات نهلري.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټرنجیب الله کامهوال سلام وطندار ته ویلي، له یادې پېښې جلالاباد حوزوي روغتون ته ۲ جسدونه او ۷ ټپيان دي چې ۳ پهکې مېرمنې دي.
د خوږیاڼو ولسوالۍ یو اوسېدونکي عبدالله سلاموطندار ته وویل، دا چاودنه د ولسي تړون پروګرام دفتر کې داسې مهال شوې چې هلته د یاد پروګرام د کارکوونکیو رسمي غونډه روانه وه.
دی وايي، پېښه کې ۲ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی.