چین د افغانستان د وچکالۍ په کمولو کې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او کابل کې د چین سفارت، د افغانستان له وچکالۍ ځپلو سره د مرستې له‌پاره هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړې پر بنسټ به چین له افغانستان سره د ۳۰۱۶ ټنه وریجو او د ۸۱۶ ټنه اوړو مرسته کوي.

د افغان چارواکیو په وینا، ټاکل شوې دغه مرستې روان کال هېواد په زیان لیدونکیو کسانو ووېشل شي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر نجیب‌ اقا فهیم وايي، وچکالۍ په شمال، شمال‌لویدیځ، سویل لویدیځ او مرکزي سیمو کې ۲۰ ولایتونه تر اغېز لاندې راوستي دي.

د ښاغلي فهیم په وینا، دغو ولایتونو کې د وچکالۍ له امله څړځایونه له‌منځه تللي او د دغو ولایتونو کرنیز محصولات هم ۵۰ سلنه کم شوي‌دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر دا هم وویل چې د وچکالۍ اغېزې پراخې دي او د دولت سرچینې کمې دي چې دوی په همدې دلیل ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه د مرستې غوښتنه کړې‌ده.

ښاغلي فهیم زیاتوي، دا وخت ۳.۳۰ میلیونه څاروي د وښو له کمښت سره مخ دي او همدارنګه یو میلیون او ۴۰۰ زره انسانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ده په وینا، څه باندې ۳۰ زره کسانو سره به د سږ کال تر پایه مرستې وشي.

په ورته وخت کې افغانستان کې د چین سفیر لیوجنګ سونګ وايي، دغه مرستې د افغان دولت په غوښتنه شوې‌دي.

د ده په خبره، هېواد یې چمتو دی چې د طبیعي پېښو د مهارولو په برخه کې هم مرسته وکړي.

دغه مرستې داسې حال کې کېږي چې د ځېنو ولایتونو اوسېدونکي د وچکالۍ له ناوړه پایلو اندېښنه څرګندوي او دغې وچکالۍ ان ځېنې افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام