طالبانو کندوز کې ۱۳سرتېري وژلي او ۱۷ یې ټپیان کړي

له کندوزه یوه امنیتي سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وایي، طالبانو بېګا د امام‌صاحب ولسوالۍ قرغز، کنجک، جوی‌بیګم او نواباد سیمو کې د محلي پولیسو او ملي اردو په پوستو بریدونه کړي.

د سرچینې په وینا، دغو بریدونو کې د افغان ځواکونو ۱۳ سرتېري وژل شوي، ۱۷ ټپیان دي او جوی‌بیګم سیمه کې ۳ پوستې سقوط شوې‌‌دي.

د کندوز د پولیسو امنیت امر سمونمل صفي‌الله محزون د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبله مني؛ خو د کره شمېرې په اړه بې‌خبري ښيي.

د ده په وینا، تر اوسه درې پوستې هم سقوط شوې‌دي.

ښاغلی محزون زیاتوي، نښتو کې طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

طالبانو یوې خبرپاڼه کې ویلي، ۱۹ امنیتي ځواکونه یې وژلي، ۱۳ یې ټپیان کړي او ځېنې وسلې یې هم له ځانه سره وړې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام