په غزني کې د ښوونکیو د استوګنیځ ښارګوټي نامعلوم برخلیک

غزني کې د ښوونکیو ښارګوټي رامنځ‌ته کول او وېشل د پوهنې وزارت له پراختیايي پروګرامونو شمېرل کېږي؛ خو ښوونکي وايي، د دې ښارګوټي عملي چارې دې ژر تر ژره پیل شي.

غزني کې ځېنې ښوونکي وايي، د پوهنې ریاست چارواکي هرکال له دوی سره د ښارګوټي د وېشلو لړۍ د ژر پیلېدلو ژمنه کوي؛ خو د نږدې لسو کلونو په تېرېدو سره د غزني ښوونکیو د استوګنیځ ښارګوټي په اړه معلومات نه‌شته.

غزني کې د ښوونکیو ټولنې مرستیال قاسم‌علي احمدي هم وايي، دغې اتحادیې د ښوونکیو استوګنیځ ښارګوټي ټول حقوقي او تخنیکي کارونه خلاص کړي؛ خو د پوهنې ریاست او اړوندو ادارو چارواکي یې د وېشلو په برخه کې بې‌غوري کوي.

هاخوا د غزني پوهنې رییس محب‌الرحمان انصار مني چې تېرو ۷ کلونو کې د پوهنې ریاست له لوري د ښوونکیو استوګنیځ ښارګوټي د نقشې تطبیق او وېشلو په برخه کې هېڅ کار نه‌دی شوی؛ خو وروستیو څلورو میاشتو کې یې د دې پروژې د اجرا کېدو دوسیې ته جدي پام کړی او روان کال به ۲۵۰ ښوونکیو ته ځمکې ووېشل شي.

د ده په خبره، په ټوله کې د نږدې ۵۰۰ تنو ښوونکیو د ځمکو د وېش کار پیل شوی او د ۱۶۰۰ تنو هغو کارونه ۸۰ سلنه خلاص دي او که کومه جدي ستونزه پېښه نه‌شي؛ په ۱۳۹۷ کال کې یې د وېش رسمي لړۍ پيلوي.

هغه د دې استوګنیځ ښارګوټي عملي کولو کې د زورواکیو د پراخې لاسوهنې ادعا کوي او وايي، د امنیت تامینولو له‌پاره یې امنیتي بنسټونو سره خبرې پیل کړې‌دي.

د غزني د پوهنې رییس وايي، هغه ځمکه چې ۱۰۰۰ ښوونکیو ته ترې د ځمکو د وېش لړۍ پیلېدله؛ د زورواکیو له لوري غصب شوې او اوس د پوهنې ریاست د دې پروژې د پلي کولو له‌پاره نور ځایونه په پام کې نیولي دي.

خو د ولایتي شورا د پوهنې کمېټې مسوول حسن‌رضا یوسفي د ښوونکیو استوګنیځ ښارګوټي د نه وېشل کېدو لامل د پوهنې اړوندو چارواکیو د ارادې نه‌شتوالی بولي.

ښاغلی یوسفي د ښوونکیو د اوسني استوګنیځ ښارګوټي وېشلو او د پخوانۍ ښارګوټي غصب کې د پوهنې اداره او د ځمکې غاصبین د خنډ لامل ګڼي.

په تېرو څوو کلونو کې د غزني زرګونه جریبه ځمکه غصب شوې؛ خو دولت هر وخت له غاصبانو نه د غصب شویو ځمکو د راګرځولو ژمنې کوي چې تر ډېره د ژمنو تر حدودو پاتې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام