د خوست د کرنې ریاست د املاکو مدیر حبیبالرحمن او مالي او اداري مدیر محبالله د معلوماتو له مخې، د دغه ریاست اړوند ۱۱ زره جریبه ځمکه غصب شوې ده.
دوی وايي، غاصبانو او زورواکیو دغه ځمکې د مرکز په ګډون په تڼيو، اسماعیلخېلو، مندوزيو او عليشېرو ولسوالیو کې نیولي دي.
د حبیبالرحمان په وینا، د خوست ښاروالي ریاست ۴۹ جریبه ځمکه چې د کرنې ریاست ملکیت دی، غصب کړې او بیا یې د پارک په نوم په اوږدمهاله قرارداد یوه سوداګر ته ورکړې ده.
په همدې حال کې د کرنې مالي او اداري مدیر محبالله وايي، په بالیوټ باغ، سماوات باغ، متون غونډۍ، مندوزیو باغ، شمل فارم باغ او سیګۍ کې د دغه ریاست ځمکې غصب شوې دي.
د خوست د ولایتي شورا رییس کفیل ریحان هم مني چې په دغه ولایت کې ځمکې غصب شوي، خو زیاتوي چې یاد غصب د مخکیني والي پر مهال شوی دی.
نوموړی له نوي والي محمدحلیم فدايي غواړي چې یادې ځمکې د غاصبانو له منګولو وژغوري.
خو د خوست ښاروال عبدالبصیر محمدزی بیا پر یادې ښاروالي لګېدلي تورونه ردوي او وايي، د ښار په منځ کې د حکیم تڼیوال پارک په قانوني توګه په اوږدمهالي قرارداد ورکړل شوی او د دې پر ځای چې ځمکه یې خاره پرته وای، ښه ده چې ترې ګټه واخېستل شي.
اړوند مطالب:
پکتیکا؛ پر یو وکیل د ځمکو د غصب او له بایومتریک الې نه د ناسمې استفادې تور
د کندوز تاریخي ځایونه د غصب او ورکېدو له ګواښ سره مخ دي
پر مخکښ نوماند «عبدالستار حسیني» د فساد، ترور او غصب دویسې
بغلان کې د زرګونو جریبه ځمکو غصب
د نوموړي په وینا، د کرنې ریاست د دې ظرفیت نهلري چې د پارک له ځمکې نه په بله برخه کې سمه ګټه واخلي او همدا لامل دی چې پارک پهکې جوړ شوی او د کرنې ریاست یې د ملکیت حق نهلري.
بلهخوا د خوست د والي ویاند طالب منګل ډاډ ورکوي چې ولایتي اداره د ځمکو د غصب مخه نیسي او وايي، اړوندې ادارې اوس په مرکز او ولسوالیو کې د دولتي ادارو د ځمکو د سروې ترڅنګ، په ثبتولو بوختې دي.
د معلوماتو له مخې، مخکیني والي حکمخان حبیبي د ځمکو د غصب مخنیوي برخه کې کومه لاستهراوړنه نه لرله او په څلورکلنه دوره کې یې یوازې ۱۰ جریبه ځمکه له غاصبانو راګرځولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې خوسیان اندېښنه لري، که په دغه ولایت کې د ځمکو د غصب مخه و نه نیول شي او همداسې دوام وکړي، ښايي د یوې کوچنۍ پروې لپاره به هم دولتي ځمکه پیدا نهشي.