خوست؛ د اسونو د غوښې پلور په تور دوه قصابان ونیول شول

د خوست ښاروالۍ ریاست د مسوولانو له لوري دوه قصابان ـ چې اسونه یې حلال کړي‌وو او غوښتل یې چې په ښار کې یې وپلوري ـ لاس په لاس ونیول شول.

د خوست ښاروالۍ ریاست  تخنیکي او سکتوري امر انجینیر صدیق‌الله وایي چې د یوې ځایي اطلاع پر بنسټ یې د خوست ښار مال منډیي ترڅنګ د مالونو په یوه سرای کې حلال شوي اسونه پیدا کړل او په تعقیبي ډول یې په ښار کې د یادو اسونو د غوښې پلورونکي هم ونیول.

د ده په خبره، یاد کسان د لا زیاتو پلټنو په موخه امنیتي ارګانونو ته سپارل شوي چې د قانون له‌مخې به خپله سزا وویني.

بل لوري ته په سیمه کې ښاروالۍ ریاست د مارکېټونو تنظیم مدیریت مسوولان او عیني شاهدان تاییدوي چې یادو کسانو دوه اسونه حلال کړي او یو سپی یې هم د حلالولو له‌پاره اماده کړی‌و؛ خو تر حلالولو او غوښې پلورلو مخکې یې مخه ونیول شول.

دوی دا ناوړه عمل غندي او زیاتوي چې د روژې مبارکې میاشتې په جریان کې له ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف یادو قصابانو په خلکو مردارې غوښې پلورلې او په‌دې سره یې غوښتل، چې خلکو ته ګڼې ستونزې پیدا کړي.

د ښاروالۍ مسوولان ډاډ ورکوي چې هېچا ته به د دې اجازه ورنه‌کړي چې د ښاریانو پر وړاندې غیرصحي توکي وپلوري او د موضوع په تړاو نیول شوي کسان امنیتي ارګانونو ته سپارل شوي‌دي چې د قانون په چوکاټ کې به خپله جزا وویني

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام