خلیلزاد: د سولې مرکچي پلاوی باید پراخ او ټول‌شمول وي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیزاد د خپلو سیمه‌ییزو سفرونو په دوام د یکشنبې شپه ناوخته کابل ته راغی.

خلیزاد کابل ته له رارسېدو وروسته له ولسمشر  محمداشرف غني، اجرایوي رییس عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سیاف او د حکومت له ځینو نورو پخوانيو او اوسنيو چارواکیو سره لیدلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي سلام‌وطندار ته وویل چې ولسمشر غني تېره شپه له زلمي خلیزاد سره د افغان سولې په اړه لیدلي او د سولې  پر روانو هڅو یې خبرې اترې کړې دي.

مرتضوي زیاته کړه، د دواړو لوریو تر منځ خبرې دوام لري او په دغو بحثونو کې د پرمختګ جزیات به له افغانانو سره شريک شي.

د یادونې ده چې د ولسمشر غني او ښاغلي خلیزاد په دې لیدنه کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ګډون نه درلود. 

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې په‌دې لیدنو کې د سولې خبرو په موخه د یوه پراخ بنسټه پلاوي جوړېدو په اړه له سیاسې ګوندونو، د دولت استازیو، ښځو، مدنې فعالانو او ځوانانو سره خبرې اترې وشوې.

زلمي خلیزاد ویلي، له اجرایوي رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې یې د بین‌الافغاني خبرو اترو په اړه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.   

اړوند مطالب:

خلیلزاد: د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره په بیړه کار کوو

خلیلزاد: د افغان سولې بهیر اسانه نه‌دی

خلیزاد له دغو لیدنو وروسته نن کندهار ته لاړ او د سفر موخه يې هم له قومي مشرانو سره لیدنه ښودل شوې ده.

په همدې حال کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر مسوول تدامیچي یاماماتو سره په لیدنه کې ویلي چې خلک او سیاسې مشران د دولت پر محور د سولې په خبرو کې موافق نظر لري.

دانش پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي، د سولې په خبرو کې د دولت محور خوندي ساتل شوی او د دغه بهیر مالکیت هم د خلکو په لاس کې دی .

په همدې حال کې د ارګ او سپیدار ویندویان وايي چې په نږدې راتلونکې کې به د سولې مرکچي پلاوي وروستی نوم‌لړ اعلان شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام