اوسني کمېشنران حق نه لري، چې د ولسي جرګې د ټاکنو تاریخ و ټاکي

د اجرايوي ریاست د ویاند مرستيال جاوید فېصل وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون اوسني کمېشنران په دغه کمېسیون کې د اصلاحاتو له راوستو وړاندې نه شي کولی، چې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو کره نېټه وټاکي.

نوموړي نن پنجشنبه (سپټمبر۱۷ مه) سلام وطندار سره د مرکې پر مهال زیاته کړه، چې د ټاکنو په هکله هر ډول پريکړه به د نوي کمېشنرانو له ټاکلو وروسته نيول کيږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان په ترڅ کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتي، چې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو نېټه دې معلوم کړي.

خو د اجرايوي ریاست د ویاند مرستیال بیا وايي، چې  ترڅو د ټاکنو په خپلواک کمېسيونونو کې نوي غړي و نه ټاکل شي، نو د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو کره نېټه به هم اعلان نه شي.

د جاوید فېصل په وينا، د ټاکنو په کمېسيونونو کې د اصلاحاتو راوستو وړاندې هيڅ وروستۍ پريکړه به د دغه کمېسيون له لوري ونه منل شي.

په همدې حال کې، ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکلو د کمېټې فرمان هم صادر کړی او د سترې محکمې له رییس څخه يې غوښتي، چې د دغه بنسټ استازي د ټاکلو کمېټې ته و پېژني.

له بل لوري د " ایوا" یا پر ټاکنو د څار بنسټ مشر د ټېلفوني اړیکې پر مهال سلام وطندار ته وویل، چې اوسمهال د ټاکنو خپلواک کمېسيون وظایف او د صلاحيتونو تشکیل د ولسمشر له لوري د تعدیل په حالت کې قرار لري، نو په همدې وجه اوسني کمېشنران نه شي کولی، چې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو تاریخ و ټاکي.

د هغه په خبره، که چېرې اوسني کمېشنران د ټاکنو نېټه معلومه کړي، نو په کمېسيونونو کې د اصلاحاتو راوستل به معنا ونه لري.

سپين غر زیاته کړه، چې نوي کمېشنران باید ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون سره يوځای کار وکړي.

د کمېشنرانو د ټاکلو کمېټه د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسيون یو له وړاندیزونو څخه وو، چې د ولسمشر غني له خوا و منل شو.

سره له دې، چې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د تاریخ ټاکل د ټاکنو خپلواک کمېسيون یو له صلاحيتونو بلل کيږي، خو هغه څه چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د کمېشنرانو له لوري ترسره شول د دغه کمېسيون اعتبار ته زیان ورسوه او صلاحيتونه يې هم تر سوال لاندې راغلل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام